

ګرانو اوريدونکو ! اسلام عليکم ! ډيره خوشخاله يو چه تاسی چين ته د سفر پروګرام اوری . په نننی پروګرام کی به د بيجينګ د نانهايز د ګوزنونو د پارک په باب چه د ليدنې کتنې ، سفر او علمی څيړنې لپاره يو ښه ځای دی ، تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو .
( اواز )
ګرانو اوريدونکو ! د بيجينګ ښار د جنوب څخه په لس کيلومترۍ کی يوه لنده ځمکه شته چه مساحت يی شپيته هکتاره دی . په هغو لندو ځمکو کی طبيعی منظره ښه ساتل شوی ده . هلته لوی أبګير ښکلی ښکاری ، واښه پکی پکی ډير شنه کيږی ، ګلونه يی رنګارنګ دی او د ګوزنونو په شمول لس ګونه وحشی حيوانات پکی ژوند کوی . دغه ځای د بيجينګ د نانهايز د ګوزنونو پارک نوميږی .
دغه ګوزنونه چه په نوموړی پارک کی اوسيږی ، می لو نوميږی . می لو يو ډول کميابه حيوان دی او يوازی په چين کی شته . په نوموړی پارک کی لارښوونکی ميرمن هوون لی مونږ ته داسی معلومات راکړل :
( اواز )
د نوموړی ګوزن ښکرونه د عادی ګوزن په شان دی مګر پښې يی د غوايانو په شان ، مخ يی د اس په شان او لکۍ يی د خره په شان دی . د أب و هوا د بدلون او د جګړو له امله وحشی می لو د ١٧ پيړۍ کی له منځه وړل شوی ؤ .
د چين د جينګ د سلسلې د تونګ جی امپرطور تر مودې يعنی ١٩ پيړۍ پوری يوازی څه دپاسه سل می لوګان د امپراطوری په پارک کی ساتل کيدل چه په ١٨٦٥
کال کی د فرانسې يو کشيش پيرداويد په ناڅاپه توګه په نوموړی پارک کی می لوګان پيدا کړه .
نوموړی کشيش د پارک ساتونکو ته رشوت ورکړ او د می لو د ګوزن پوستکی او ښکرونه يی ترلاسه کړل . بيا هغه نوموړی شيان فرانسې ته يوړل او خلکو ته يی وښودل چه په لويديځه نړۍ کی حيرانتيا رامنځ ته شوه . نوځکه د می لو انګليسی نوم پير داويد دير دی . په هغه وخت کی لويديځو هيوادونو له می لو سره ډيره مينه درلودله او په وار سره له چين څخه يی د لس ګونو می لو ګانو تالا کړی وه . خو د دوهمې نړيوالې جګړې نه مخکی يوازی لږ شمير می لوګان پاتی شول . ورپسی د انګليستان فورټ ډيوک په زياتو پيسو له فرانسې څخه پاتی شوی اتلس می لو ګان واخيستل او په خپل فارم کی يی وساتل . حال دا چه په هغه وخت کی په چين کی هيڅ می لو نه ؤ .
چين ته د می لو بيرته راوړل د چين دخلکو ګډه هيله وه . په کال ١٩٨٤ کی چين او انګلستان موافقه وکړه چه د کال ١٩٨٥ په اګيست کی شل می لوګان چين ته بير راوړی او په دی توګه د نوموړو ګوزنونو لپاره يوه نوی ودانی او د نانهايز په نامه پارک جوړ شو .
د شلو کالو نه راهيسی د ساينس پوهانو او د حيوانانو د ساتونکو په کوشش می لوګان په نوموړی پارک کی ښه ژوند کوی او ډير شويدی .
د نوموړی پارک مسؤل ښاغلی جانګ لين يوان خبريال ته وويل :
( اواز )
د شلو کالو د ابادۍ نه وروسته زمونږ پارک ډير برياليتوبونه ترلاسه کړيدی . لومړی ، د می لوګانو رمه ښه ساتل شوی ده . دوهم ، په وحشی چاپيريال کی می لوګان
روزل شوی دی . دريم ، دغه پارک د زياتو وحشی حيوناتو د اوسيدو د ځای په حيث ګرځيدلی دی . سږکال د نانهايز د می لوګانو پارک د چين د وحشی حيواناتو د ساتلو لپاره لومړی جايزه ترلاسه کړی ده .
تراوسه پوری په نوموړی پارک کی د می لوګانو شمير ١٢٩ ته رسيدلی او په وار سره
د چين بيلابيلو ځايونو ته څه دپاسه ٤٠٠ می لو ورليږل شوی دی . په عين وخت کی ، د شمالی ګوزن ، شترمرغ ، قو او وحشی سوی په شمول لس ګونه ډوله وحشی حيوانات هلته په ښه توګه ساتل کيږی .
ګرانو اوريدونکو ! چين ته د سفر نننی پروګرام په همداځای پای ته ورسيد او ستاسو د اوريدلو له امله ډيره مننه ! ستاسی د خوشحالې او خوښی په هيله !