د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د ٌ جنګ ٌ ورځپاڼې د جولای په ٢٨ نيټه خبر ورکړ چه د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب خان شيرپاو په همدې ورځ په اسلام اباد کښی په جلا جلا توګه د انګليستان او مصر له سفيرانو سره له کتنې سره وروسته وويل چه پاکستان او انګليستان له دی سره موافقه کړيده چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د استخباراتو د څانګو ترمنځ همکارۍ ته پياوړتيا ورکړی٠ د لندن د چاودنې د مظنونو مجرمينو د نيولو په بهير کښی به پاکستان پر وخت له انګليستان سره د مربوطو اطلاعاتو تبادله وکړی٠
وزير شيرپاو زياته کړه چه پاکستان او مصر هم پريکړه کړيده چه د تروريزم په ضد مجادله کښی د مربوطو اطلاعاتو د تبادلې په باب همکارۍ پياوړی کړی٠