د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د امريکی د سپينې ماڼی نطاق سکوټ مکليلان د جولای په ٢٨ نيټه په واشنګتن کی له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، په همدی ورځ جمهوررييس بوش د پاکستان له جمهوررييس پرويز مشرف سره تيلفونی خبری وکړی او دواړو خواؤ د دواړو هيوادونو د روابطو ، سيمه ايزو اوضاعو او له تروريزم سره د نړيوالی مبارزی په شمول پريو لړ موضوعاتو په باره کی د نظرياتو تبادله وکړه .
که څه هم نطاق د نوموړو خبرو اترو په باب تفصيلات نه دی ور کړی ، خو مطبوعاتی ذرايع دي ته متوجه دی چه نوموړی تيلفونی خبری اتری د هغه نه وروسته وشوی کوم چه د امريکی د خبريال دانيل پيارل د وژل کيدوپه پيښه کی يو تن تښتيدلی مجرم په ٢٧ نيټه ونيول شو.
د بل خبر له مخی ، مشرف به د راتلونکی سپټمبر په مياشت کی امريکی ته سفر وکړی او بوش به د راتلونکی کال د جنوری په مياشت کی پاکستان ته سفر وکړی .