<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-29 14:55:37    
ادوارد هيت او چين

cri

د جولای په ١٧مه نيټه د انګليستان پخوانی صدراعظم ادوارد هيت د ٨٩ کالو په عمر د تل لپاره له دنيا څخه لاړ٠ که څه هم د دوهمی نړيوالی جګړی نه راهيسی هغه د انګليستان داسي صدراعظم و چه د ماموريت موده ئی تر ټولو لنډه وه( دری کاله او اته مياشتی)،خو هغه داروپا په لويه کورني کی د انګلستان د شامليدو دپاره ډيره هڅه وکړه چه په دی سبب هغه د انګليستان په تاريخ کی مهم رول ولوباوه ٠

هيت د ١٩١٦ کال د جولای په ٩مه نيټه د سکاتلندد جنوب ختيځ په يوه کلی کی وزيږيده ، پلار ئی يو ترکاڼ او مور ئی يو نوکره وه٠ هيت د خپل کوچنيتوب د يادولو په وخت کی وويل چه مور ئی دی ته ټينک عزم ورکړي او ويلي يي و چه بي زحمت راحت نشته .

په ١٩٦٥ کال کی هيت د څه د پاسه ١٠٠ کالو نه راهيسی د محافـظه کار ګوند تر ټولو ځوان مشر و٠ په ١٩٧٠ کال کی هغه د انګليستان صدراعظم انتخاب شو٠

د صدراعظم له دندی څخه د وتلو نه وروسته هيت په مداومه توګه د نماينده ګانو په مجلس کی د غړی دنده پر خپل غاړه واخيستله او په ٢٠٠١ کال کی تقاعد شو . هغه په ٢٧ کالو کی ٢٦ ځلی چين ته سفر وکړل او د ده د ماموريت په موده کی د چين او انګليستان ترمنځ سياسی روابط قايم شول٠ د هانکانګ د مسئلی د حل و فصل په بهير کی هغه هم مهم رول ولوباوه٠ خو دده د تاسف وړ کار دا و چه د خپل ماموريت په موده کی يي چين ته سفر و نه کړ .

د ١٩٧٤ کال د می په مياشت کی هيت د لومړی ځل دپاره چين ته سفر وکړ او ورپيسی يي له دن سياو پينګ سره ټينګه دوستی جوړه کړه ٠ د خبر له مخی، دن سياو

پينګ هيت د خپل زوړ دوست په توګه باله او هيت د دن سياو پينګ سره د اوږدی مودی دپاره د نژدی شخصی روابطو په درلودلو سره وياړ شو ٠ د ډيرو کلونو نه وروسته هيت د دن سياو پينګ سره د کتنی په وخت کی د انګليستان د سياسی نظام باندي د ده انتقاد په ښکاره توګه ياد کړ او په هغه وخت کی دن سياو پينګ وويل چه تاسي لومړی رتبه صدراعظم ياست ، خو لا هم د مجبوريت لمخې مو د صدراعظم له دندی څخه استعفا وکړه ، دا زما هيله نه ده٠ هيت هغه ته ځواب ورکړ چه زه په پوره توګه ستا نظر منم٠

هيت هيڅ واده و نه کړ، خو هغه د يوازيتوب احساس و نه کړ٠ هغه په خپل فارغ وخت کی له نورو زياتو کارونو سره علاقې درلودلې مثلا هغه د پيانو د وهلو خوښ شو ٠ د ژوند په وروستي موده کی هغه هم ډير ځلی د مشهورو ارکستراوو لارښودنه وکړه ٠ هغه د نقاشۍ په هکله خپل خاص لياقت هم څرګند کړ او په کور کی ئی ډير مشهور تصويرونه وساتل ٠ هيت وتلي کښتۍ وهونکي هم و٠ د صدراعظم د دندی د پر غاړه د اخيستلو نه وروسته هغه د انګليسي ټيم په مشری د بادبادي کښتۍ د وهلو په مسابقه کي لومړي لمبر وګاټه ٠

د هيت د خپل ژوند وروستنی موده د سکاتلند په جنوب کی په خپل کور کی تيره شوه چه دا وداني د جارج په سلطنتي موده کی جوړه شوه هيت په دي وياړ و چه په خپل کور کي زيات هنري شيان پکي ساتل شويدي ٠

له دنيا څخه د هيت د وتلو نه وروسته د انګليستان پخوانی صدراعظمې مارګريت تاچير هيت ته خپل احترام څرګند کړ او و ئی ويل چه هيت يو ستر سياسی شخصيت و٠ هغه د دوهمی عمومي جګړی نه وروسته د انګليستان په وړاندي له سترو

ستونزو سره مخامخ شو او د دغو ستونزو د ليري کولو دپاره يي زياته هڅه وکړه . د انګلستان اوسني صدراعظم بلير وويل چه هيت به د ستر او مهم سياسی مشر په حيث د تل دپاره د خپلو خلکو په زړونو کي پاتي شي .