<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-29 17:20:42    
په بېجينګ ګی ځانګړی کتاب پلورنځی

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! بېجينګ په نړۍ کی يو مشهور لرغونی ښار دی او د چين سياسی او کلتوری مرکز هم دی. په بېجينګ کی رنګا رنګ کلتورونه شته. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته په بېجينګ کی د ځانګړو کتاب پلورنځيو په باب څه معلومات وړاندی کړو.

بېجينګ زيات شمېر کتاب پلورنځۍ لري چی په دې جمله کی رنګا رنګ ځانګړی کتاب پلورنځې هم شته.

د سګولار په نامه کتاب پلورنځی د بېجينګ د سوداګرۍ د مرکز په وانګ فو جين کی پرته ده. د دې کتاب پلورنځي مسؤل ښاغلي لی چينګ د خپل کتاب پلورنځي د نوم په باب معلومات ورکړل چی په انګليسی کی سګولار د پوه معنی لری او په چينی ژبه کی په خوښۍ سره د فکر کولو معنی ده. هغه خبريال ته وويل

( دريم اواز)

مونږ نه يوازی رنګا رنګ کتابونه پلورو بلکه د مشريانو دپاره ځانګړی خدمتونه هم تر سره کوو، لکه چی زمونږ په کتاب پلورنځه کی هر لوستونکی د کتابونو د لوستلو په عين وخت کی فکری استراحت کولی شی او خوښی هم څرګندوی. نوموړی کتاب پلورنځی ډير زيات دايمی مشتريان لری. هر لوستونکی چی له دې کتاب پلورنځي څخه کتاب اخلی، د کتابخانې د دايمی مشتريانو په کلب کی شاملېدای شی او له ځانګړو خدمتونو څخه ګټه اخيستلی شی.

د ګو لين فونګ په نامه کتاب پلورنځی کی په عمده توګه ډير ارزښتناک کتابونه خرڅېږی او په بېجينګ کی زيات شهرت لری. د دغې کتاب پلورنځې مساحت يو زرو اوه سوه مربع متره دی او پکی څه نا څه څلويښت زره علمی او کلتوری کتابونه شته چی په بېجينګ کی د ارزښتناکو کتابونو د خرڅولو ډير لوی شخصی کتاب پلورنځی بلل کېږی. په دې کتاب پلورنځه کی په کتابونو باندی د بحث د غونډې او په کلتوری سالونونو کی يی رنګا رنګ فعاليتونه جوړېږی.

د کورنيو په نامه ځينځری کتابخانې د چين په زياتو ښارونو کی ليدل کېږی چی شمېر يی ديرشو ته رسيږی. په دغو کتاب پلورنځيو کی د کورنيو ټول غړي سره يو ځای کتابونه لوستلی شی. د دغو کتاب پلورنځيو عمومی رئيس ښاغلي لی يونګ شيناګ وويل

( څلورم اواز)

مونږ هيله لرو چی خپلې کتاب پلورنځي د لوستلو تفريع مرکزونه وګرځو. د عنعنوی لويو کتاب پلورځيو په نسبت په نوموړو کتاب پلورنځيو کی زيات شمېر کتابونه نه ليدل کېږی، مګر په عمده توګه مجلې،کارتونی کتابونه او قصې دي.

د بيلا بيلو لوستونکو د اړتياوو سره سم په بېجينګ کی د فلمونو، موسيقی، ساختمان، روغتيا او د علمی او تخنيکی معلوماتو په باب ځانګړی کتاب پلورنځي رامنځته شويدي.

(پنځم اواز)

دا موسيقی چی همدا اوس مو واوريدله له هغه کتاب پلورنځی څخه ده چی پکی په عمده توګه کارتونی کتابونه خرڅېږی. په دغه کتاب پلورنځه کی د جاپان، هانکانګ او تايوان څه دپاسه لس زره کتابونه او زيات شمېر کورنی او خارجی

کارتونی مجلې ليدل کېږی. په دغه کتاب پلورنځی کی تاسی د لسو ژن مين بی يوانو په لګولو سره هر کتاب او مجله لوستلی شی. علاوه پر دې، دغه کتاب پلورنځی د چين د زياتو مشهورو کارتونی سازمانونو سره همکاری کوی او کله کله کارتونی سالونونه جوړوی. ويل کېږی چی دغه کتاب پلورنځی د کارتونی رسمونو د مينه والو کسانو دپاره يو کور دی.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و په بېجينګ کی د ځانګړو کتاب پلورنځيو په باب څه معلومات. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!