<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-30 18:37:05    
چاي او د درملني ارزښت لرونکي خواړه

cri

په اوسنې نړۍ کې چاي ، قافي او کاکائو د انسانانو دري عمده شربتونه تشکيلوي او له دي نه چاي لومړي مقام لري ٠ اوس په ګرده کره کې په درو پنځوسو هيوادونو کې چاي کرل او چمتو کيږي ، يو سل پنځه لس هيوادونه او سيمی له بهر نه چاي واردوي او په څه د پاسه يو سلو اوياو هيوادونو او سيمو کې وګړي د چايو د څکلو عادت لري ٠ نو ځکه چاي د انسان د روغتيا له پاره ګټور شربت ګڼل کيږي ، د اوږدي مودي راهيسي د چايو خوښوونکوڅخه د چاي ډيرې ګټورې دغيزې راټولې شوي دي ٠ د مثال په توګه د چايو څکل تږه ليري کوي ، نا قراره زړه اراموي ، ستړيا کموي ، اشتيها زياتوي او د زړه او د رګونو د ناروغۍ، د سرطان د ناروغۍ د مخنيوي او د سترګو د ليدو د ځواک د پياوړتيا له پاره ګټور رول لوبولي شي ٠

د څيړنې له مخې په چايو کې ويتامين بي دوه او سي موجود دي چه دغه دوه ډول ويتاميونه د سترګو د ناروغۍ د مخنيوي له پاره موثر رول لوبولي شي ٠ مثلأ د چين د جه جيان د ولايت د يو روغتون د هغې پلټنې له نتيجې څخه چه په دوو سوو تنو نوموړو ناروغانو کې تر سره شوې ، څرګندشوي چه په نوموړو ناروغانو کې د چايو د څښلو د عادت لرونکو خلکو تناسب ټيت دي چه شمير يي يوازي پنځه شپيته تنه دي ، نور ټول د چاي څښلو عادت نه لري ٠ چين په نړۍ کې د چاي د کشفولو ، د چاي رول د موندلو ، د چاي د کرلو او چمتو کولو په هکله نسبتأ د نورو هيوادونو نه مخکې دي ٠ په چين کې د چايو قسمونه ډير زيات دي ، د نا مکملې احصايي له مخې د چين د چايو قسمونه څه د پاسه پنځو سوو ډولونو ته رسيدلي دي چه په دي جمله کې څه د پاسه دوه سوه ډولونه يي ډير شهرت لري لکه د چين د جيان سو ولايت د سو جيو ښار د بي لو څون په نامه چاي ، د هان جو ښار د سي هو لونګ جنګ په نامه چاي او داسي نور ٠

د چين د چاي خانو د رامنځته کيدو تاريخ هم ډير لرغوني دي او څه د پاسه دوه زره کلن تاريخ لري او تر اوسه پوري د چين په ډيرو ځايونو کې ډيرې چاي خانې ډير ليدل کيږي ٠ په چين کې د چايو د څکلو عادتونه عمومأ په دي ډول دي چه خلک په بيلا بيلو فصلونو کې بيلا بيل چاي انتخابوي ، لکه د پسرلي په فصل کې د ګل چاي څښي ٠ دغه ډول چاي خوش بوئي لري او روحيت تازه کوي ٠ په دوبي کې شين چاي څښي ، دغه ډول چاي يخ خاصيت لري ، ګرمي او تږه ليري کوي٠ په مني کې أبي او شين چاي څښي ، دغه ډول چاي د خولې اوبه زياتوي او د سږې او پوستکې د روغتيا له پاره ګټور دي ٠ په ژمي کې تور چاي څښي چه دغه ډول چاي د ګرمي خاصيت لري او د يخنۍ د ليري کولو رول لري ٠

د درملني ارزښت لرونکي خواړه د چين خاصه خواړه دي ٠ د درملني ارزښت لرونکي خواړه په عمده توګه د خوړو او ځينو طبي بوټو څخه جوړيږي چه د ناروغۍ د علاج او د روغتيا د ساتنې رول لوبولي شي ٠ په نړۍ کې د درملني ارزښت لرونکو خواړو پخول د چين ځانګړي مهارت ګڼل کيږي او د دي ځانګړو خواړو پخول هم لرغوني تاريخ لري ٠

نوموړي خواړه خپل خصوصيتونه لري ٠ ويل ګيږي چه د درملني وړ خواړه د درملونو او خوراکونو ترمنځ يو ډول موثر جوړښت دي چه نه يوازي د ناروغۍ د علاج موثريت لري بلکه غذايي ارزښت يي هم لوړ دي ٠ د غه ډول خواړه نه يوازي د درملونو سره فرق لري بلکه د عمومي خوراکونو سره هم يو شان نه دي ٠ نوموړي خوړه د چين د عنعنوي طب يوه برخه تشکيلوي ٠ په بيلا بيلو درملني ارزښت لرونکو خوړو کې درملني اوماچ د چينايانو په ورځني ژوند کې ډير ليدل کيږي ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره د سبزيو ، غلودانو او غوښو په ګډون هر ډول خواړه خپل خاصيت اود درملني ارزښت لري چه ځيني يي ګرم خاصيت لري او ځيني يي يخ خاصيت لري ، دغه راز خواږه خواړه ګرمي او ترخه خواړه يخني پيدا کوي ٠ له دي امله چه د نوموړي اوماچ جوړونه ساده ده ، نو نه يوازي د خلکو د ډؤډۍ پرميز باندې ډير ليدل کيږي بلکه په ډيرو ځايونو کې د درملني او روغتيايي اوماچ رستورانونه هم ډير پيدا کيږي ٠ مثلأ ډير چينايان په پسرلي کې د سبزيو اوماچ خوري ، په دوبي کې د شنه نخودو اوماچ خوري ، په مني کې د نيلوفر د وليو اوماچ خوري او په ژمي کې د پسه د غوښې اوماچ خوري او داسي نور ٠ د اوماچ جوړونه عمومأ ساده ده چه اصلي مواد يي د اوبه او وريجي جوړوي ٠ عمومأ لومړي وريجي په اوبو کې ډيرې نرمې پخوي او وروسته نور شيان لکه سبزي ، غوښې او نور بيلا بيل ګټور خواړه پکې اچوي او له نرمو وريجيو سره يي يو ځاي بيت پخوي تر څو و خوړل شي ٠ بله خبره دا ده چه د بيلا بيلو اوماچونو د پخولو په وخت کې دمسالې انخاب هم د توجه وړ دي ٠ ځکه دا نه يوازي د اوماچ خوند زياتوي ، بلکه روغتيا ته هم کټه رسوي ٠ لکه په اوماچ کې شاتو اچول د سږې د روغتيا د ساتنې ، د بدن درد د ليري کولو له پاره ګټور دي ، په اوماچ کې د ادرک اچول يخني ليري کوي او داسي نور ٠