<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-31 20:00:52    
د نړۍ لومړی جګی ودانی

cri

د نړۍ ته کتنه په نننی پروګرام کی به د نړۍ د لومړی جګی ودانی په باب څه نا څه معلومات ورکړی٠ د نړۍ پخوانی لومړی جګی ودانی چی په امريکا کی د نړۍ تجارتی مرکز و، د سپتمبر د يوولسمی نيټی د حملو په اثر له منځه يووړلی شوی او نن ورځ د ماليزيا پولی مرکز چی غبر ګونی ودانۍ لری ، د نړۍ د لومړی جګی ودانی په حيث وبللی شوی ٠ خو د جولای په لومړی ورځ د چين د تايوان ولايت په مرکز تای بی ښار کی د يو سلو يو پوړونو لرونکی جګی ودانی د تيږی د ايښودلو مراسم پر ځای شول او د راتلونکی اګست په مياشت کی به د دی ودانی په سر د مخابراتی څلی د جوړيدو نه وروسته د دی ودانی جګوالی پنځو سوو اتو مترو ته ورسيږی چی دغه جګوالی به د ماليزيا د غبر ګونی ودانی نه هم لوړ وی٠ مګر که په نيويارک کی د پخوانی تجارتی مرکز په ځای نوی مرکز جوړ شی، د تای بی د دغی ودانی نه به هم جګه وی٠ څرنګه چی د تای بی دغه ودانی يو سلو يو پوړونه لری،نو عموما د تای بی د يو سلو يو ودانی په حيث ونومول شو او د بشپړيدو نه وروسته به په دی ودانی کی څلور برقی ليفتونه نصب شی چی سرعت به يی له لومړی پوړ نه تر نهه اتيايم پوړه پوری يوازی نهه ديرش ثانيی په کار وی ، په بله ژبه په هر ساعت کی سرعت به يی شپيته کيلومتره وی چی دغه سرعت به په نړۍ کی لومړی مقام ونيسی ٠ د امنيت له نظره د امريکی په نړيوال تجارتی مرکز باندی د حملی نه وروسته اور ولګيده او شل دقيقی وروسته ونړيدلی٠ خو د تای بی يو سلو يو ودانی که له حملی سره مخامخ شی او اور پکی ولګيږی ، څرنګه چی په اتو ډيرو لويو فولادی ستونونو کی د سلو زرو

پوندو په وزن د اور په ضد کانګريټ اچول شويدی ، نو په درو ساعتو کی به ونه نړيږی٠ په ١٩٩٨ کال کی د نوموړی ودانی د بنسټ ايښودلو مراسم پر ځای شول او د پلان له مخی به يو زرو شپږ سوه مليونه امريکائی ډالره پکی واچول شی٠ له بدمرغه د دی ودانی د جوړيدو پلان د منظوری نه وروسته د تايوانی مقاماتو د ترانسپورت او ملکی هوانوردی اداری ناڅاپه اعلان وکړ چی د ودانی لوړوالی به د الوتکی د الوتنی له ټاکلی لوړوالی نه واړوی او له دی ودانی سره به د الوتکی د ټکر پيښه راپيدا شی٠ ورپسی د مارچ په يو ديرشمه نيټه د ريکتر د شپږ اعشاريه اتو درجو په سختوالی زلزله وشوه او د پنځوسم پوړ په جګوالی کرين ونړيده چی په نتيجه کی پنځه تنه مړه او نولس تنه نور ټپيان شول٠ په دی وخت کی د تايوان خلک په دی شکمن وو چی په تای بی کی د دومره جګی ودانی د جوړولو ضرورت شته که نه ٠ د تحقيقاتو نه وروسته کرين ځکه ونړيده ، علت يی دا ؤ چی په کرين باندی تښلول شوی پيچونه نه وی ټينګ شوی٠ د اصلاح نه وروسته د تير کال د جولای په څاورمه نيټه د دی ودانی د جوړولو کار بيا پيل شو ، خو نوم يی د تای بی د يو سلو يو ودانی په نامه ونومول شو چی پخوانی نوم يی د تای بی بين المللی پولی مرکز و ٠ د اټکل نه وتلی بله پيښه دا وه چی د روان کال د جنوری په شپاړسمه نيټه د غرمی د مخه په لسو بجو ناڅاپه په لسم پوړ کی اور ولکيده او د اطفا ئيی ديرشو موټرونو ، اوه امبولانسونه او يو سلو څلور ديرشو تنو په شمول د اطفا ئيی عمله او شلګونو پوليسو په ليږلو سره د څلويښتو دقيقو د هڅو نه وروسته سخت اور بالکل ووژل شو٠ د ټاکلی پلان له مخی د دی ودانی تر څلورم پوړ پوری مغازی وی چی تر زمکی لاندی لومړی پوړ کی به خوراکونه او د اړتياور ورځنی شيان وپلورل شی او په لومړی

پوړ کی به د معمولی شيانو، په دوهم پوړ کی د موده اوفيشن شيانو ، په دريم پوړ کی د نړۍ د مشهورو شيانو پلورنځی وی او په څلورم پوړ کی به رستورانونه او د ساعتيری ځای وی٠ د معلوماتو له مخی تر اوسه پوری د نړۍ دوهم جګ عمارت د چين د شانګهای په پو دونګ کی دی او د چين حکومت فکر کوی چی د نړۍ لومړی جګه ودانی جوړه کړی٠