د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملی دفاع د وزارت نطاق ظاهر عظيمی د جولای په يودېرشمه نيټه وويل چه د افغانستان حکومتی پوځ او په افغانستان کی امريکايی پوځ د جولای په دېرشمه نيټه د دې هېواد په منځنی ولايت غزنی کی د وسلو يوه ستره ډيپو موندلی ده.
هغه وويل چه په نوموړی ډيپو کی يی دسکر ٦٠ دوه زره توغندی ، د هاوان دری زره ګولی ، د دا شکی سل صندوقه ګولی او نور وسلې پيدا کړی او د دې ډيپو پيمانه په روان کال کی د افغانستان د حکومت لخوا د وسلو په پيدا شويو ډيپوګانو کی تر ټولو لويه ده.
عظيمی د افغانستان دښمنان ملامت کړی چه داسی وسلې پټوی او هڅه کوی چه د افغانستان د پارلمان انتخابات ويجاړ کړی چه په راتلونکی سپتمر کی به جوړ شی.