

د دو جيان يان د اوبو بند د اوبو لګولو يوه داسی لويه پروژه ده چه څه دپاسه دوه زره دوه سوه کاله دمخه د چين په تاريخ کی د اوبو لګولو په چارو کي د مشهور متخصص لی بينګ لخوا جوړ شويدی او تر اوسه پوري په دوامداره توګه د سيلاونو د مخنيوی او د اوبو لګولو په چارو کي ستر رول لوبوی او د م م د يونسکو د سازمان لخوا په نړيوالو کلتوری ميراثونو کی شامل شويدی .
نوموړي بند د چين د جنوب لوېديځی برخی د سه چوان په کاسه کی واقع دی . سه چوان په لرغونې زمانه کی د شو په نامه نوميده او سه چوان په چيني ژبه د څلورو سيندونو معنی لری او پکی تر ټولو لوي سيند د مين جيانګ سيند دی او سرچينه يی د سه چوان د کاسې په شمال لوېديځه برخه کی ده. دغه سيند د نوموړی کاسې د شمال لوېديځی برخی څخه جنوب ختيځ ته بهيږی او د چن دو دښتې ته داخليږی. د دې سيند په ناوه کی هر کال د دوبی او منی په فصلونو کی سيلاونه پيښيږي او د بارانی فصل نه وروسته کله کله وچکالي هم رامنځته کيږي .
تقريبا د قبل الميلاد نه مخکي په دوهمه پيړۍ کی ، لی بينګ د شو ولايت د والي په توګه وټاکل شو او د مين جيانګ سيند د اداره کولو دنده يی هم په غاړه واخيستله . د روايت له مخی، لی بينګ د نجوم او جغرافيا په باب زيات معلومات درلودل او له خپل زوی سره يي د سيلاوونو د کنترول په هکله د محلی خلکو تجربې زده کړی او د بشپړ پلان د جوړېدو نه وروسته يی د محلی خلکو سره يو ځای د مين جيانګ په سيند کی د دو جيانګ يان د اوبو بند جوړ کړ.
د دو جيانګ يان د اوبو لوي بند په عمده توګه په درو برخو ويشل شويدي چه لومړی برخه يي تقريبا د درو زرو مترو په اوږدوالي د مين جيانګ د جلاکيدو بند دی چه ختيځ يي داخلي سيند او لوېديځ يی بهرني سيند ياديږی. دوهمه برخه يی د اوبو د راګرځولو لپاره يوه خوله ده چه اوږدوالی يی اتيا متره او پلنوالي يی شل متره دی ، هغه د داخلي سيند څخه د اوبو لګولو ويالو ته د اوبو د بهيدو د اندازې د کنترول رول لوبوی.
د دو جيانګ يان د اوبو بند د چينايانو د پوهی څرګندوي دی .د دې بند د جوړېدو په بهير کی لی بينګ له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ شو ، مګر د خپل عقل او پوهی په واسطه يي داسي مشکلات حل کړل .
لي بينګ د سيند په اوبو کي له ډېرو څخه دري حکاکي شوي کسان ودرولي څو چه د اوبو سطحه اندازه کړي چه دا هم په نړۍ کي د اوبو د سطحې د اندازه ګيري د لومړني دستګاه په توګه بلل کيږی .
د دو جيانګ يان د بند د جوړېدو وخت د لوی ديوال په نسبت په شلګونو کاله مخکي و . لوی ديوال په عمده توګه د شمالی قوم د تيری په ضد جوړ شو او اوس يی پخوانی رول له لاسه ورکړ شوی دی، مګر د دوو زرو کلونو راهيسی، د دو جيان يان د اوبو بند لا تر اوسه خپل رول لوبوي او په نړۍ کی د اوبو لګولو په تاريخ کی يو ستر برياليتوب ګڼل کيږي .
د لی بينګ او د ده زوی د سترو کارنامو د يادونی لپاره، خلکو د دو جيانګ يان د اوبو په بند په باندی يو معبد جوړ کړی دی او دوي دواړه د خلکو لخوا د اربابو په شان وبلل شول . په نولس سوه څلور اويايم کال کي له سيند څخه د درو
مترو په لوړوالي يوه ډبرينه مجسمه وکيندله شوه او ورباندي د حکاکي شويو خطونو لمخې دا د لي بينګ مجسمه ده چه په دوهمه پيړۍ کي حکاکي شوي وه . له دي څخه څرګنديږي چه د وخت خلکو د لي بينګ ډير احترام کاوه .