<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-01 19:31:20    
د چين د ليانګ نيګ ولايت د دا ليان ښار دخپلواک خلاقيت دطاقت لوړولو ته متوجه کوی .

cri

په دی وروستيو کلونو کښی دچين په شمال ختيځ کښی ددا ليان ښار د سوفتوير صنعت په جوش او حروش سره انکشاف موندلی او د چين د سوفتوير د صنعت مهم مرکز ګرځيدلی دی .له دی کبله چه دسوفتوير د صنعت د ودی د پرمخبيولو حساسه موضوع په دی پوری اړه لری چه ايا د پوهی تمليکی حق لرونکی محصولات لری که نه ؟ نو ځکه د دا ليان د سوفتوير تصدۍ د خپلواک خلاقيت د طاقت لوړولو ته په ډيره درنه سترګه ګوری

د دا ليان د سوفتويرصنعتی پارک د دا لی د ښار په جنوب کښی واقع دی ، اوس دوه سوه پنځوس تصدۍ لری . دنوموړی صنعتی پارک د تاسيس د اوو کالو نه راهيسی د سوفتوير د پلورلو اندازه تل هر کال په منځنی ډول په سلو کښی په ديرش سرعت سره په مسلسل ډول زياتوالی مومی .دخپلواک خلاقيت د طاقت پر له پسی لوړول د نوموړیصنعتی پارک د چټک انکشاف د پرمخبيولو مهم عامل دی .

د خپلواک خلاقيت د طاقت د لوړولو په ترڅ کښی بايد لومړی د بااستعداد کسانو د روزلو مسئله حله کړاي شی .په دی نسبت په ٢٠٠١ کال کی نوموړی صنعتی پارک له اړوندو تصديو سره په همکارۍ په باغ کښی د تونک ژوان دانفارميشين دتخنيک پوهنځی جوړ شو ورپسی په نوموړی صنعتی پارک کښی د سوفتوير دری پوهنځی بيا تاسيس شول ،ددا ليان د ښار دانفارميشين د صنعتی

اداری رئيس لوان جينګ وی وويل که څه هم ددا لی په ښار کښی د بااستعدادو کسانو د روزنی په باب نسبتا مکمل تعليمی سيستم را منځ ته شوی دی ،خو يوازی دغه کار کفايت نه کوی ، نو ځکه مونږ لا هم بايد د ايی تی د صنعت د بااستعدادو کسانو د جلبولو کار په ښه شان سره تر سره کړو ، څو چه د ټول هيواد حتی د نړۍ د بيلا بيلوځايونو د سوفتوير په برخه کی لازيات بااستعداد کسان ددا لی ښار ته راشی .

اوس ددا لی د سوفتوير په صنعتی پارک کښی د سوفتوير دوولس زره تنه انجنيران شته چه په دی جمله کښی زيات کسان په خارج کښی د کار کولو تجربی لری. دمحلی ځای او له خارج څخه انتقال شوی بااستعدادو کسانو د تصديو د خلاقيت دپاره زيات ملاتړ برابر کړی دی .د سوفتوير په صنعتی پارک کښی د کانګ جی د دايجټ د تخنيک د محدود شرکت عمومی منيجير وويل زمونږ شرکت په عمده ډول د پوهی تمليکی حق لرونکی سوفتوير بهره بردارۍ کوی .دکمپيوتر تصوير او ګرافيک زما د څيړنی لوری دی او په دی برخه کی د څه دپاسه لسو کالو دپاره تجربی لرم ، مونږ ځکه دغه شرکت جوړ کړ ،ارزو مو دا ده چه د څو کلونو نه راهيسی زمونږ له خوا راغونډ شوی ځينی څيزونه په محصولاتو بدل شی .

اوس له دی کبله چه هند او چين داسی تفوق لری چه توليدی لګښت يی ټيټ دی ، نو ځکه داروپا او امريکی دځينو پرمختللی هيوادونو د سوفتوير شرکتونو په پر له پسی ډول دسوفتوير د بهره بردارۍ دندی دچين او هند شرکتونو ته سپارلی دی ، د دا ليان دسوفتوير په صنعتی پارک کښی زياتی تصدۍ سم د نوموړی

فرصت څخه په استفادی سره په پر له پسی ډول د تجربو زده کړی کوی ، بالاخره يی دهمدغو بجربو پر بنسټ د پوهی تمليکی حق لرونکی محصولات توليد کړی دی او د تصديو د سيالۍ طاقت يی هم لوړ شوی دی . د نوموړی صنعتی پارک اړوند مسول ښاغلی ځينګ شی يو وويل زمونږ په باغ کښی ډير زيات داسی مثالونه ليدل کيږی ځينو شرکتونو څو کاله دمخه د خارجی سوداګرانو دپاره د سوفتوير توليدکړی دی ، خو کله چه مونږ د دغو توليداتود تخنيکونو او ځينو قوانينو د په خپل لاس کښی د نيولو نه وروسته د پوهی د تمليکی حق دساتنی تر مخکښنی شرط لاندی نوموړو شرکتونو د نوموړو تخنيکونو څخه په استفادی سره په داسی توليداتو پيل کړی دی کوم چه دپوهی تمليکی حق او خپل مارکونه لری .