<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-01 20:03:18    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز – ګرانو اوريدونکی ، اوس خو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده .نن يعنی د اګست لومړی ورځ د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د جوړيدو د يادونی اته اويامه ورځ ده . د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو يوه ستره او عصری کيدونکی اردو ده . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د ورځی سره علاقه ښودلی ده ، نو مهربانی وکړی د پروګرام په دې برخه کی اوريدونکو ته معلومات وړاندی کړی .

جونګ – ښه ده ، ګرانو اوريدونکو ! نن د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د جوړيدو د ورځی د يادونی اته اويامه کاليزه ده او د دې ورځی سرچينه د ديموکراتيک انقلاب په موده کی د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د نان چانګ بغاوت دی . د ١٩٢٧ کال د اګست په لومړی نيټه د نان چانګ بغاوت رامنځته شو چه د چين کمونست ګوند د چين د ګوو مين دانګ د ګوند په ضد وسله واله مبارزه پيل کړه او دا مبارزه د چين د ملی نوی فوځ د جوړولو نښه ده . د ١٩٣٣ کال د جولای په مياشت کی د چين د کمونست ګوند په شمرۍ موقتې مرکزی حکومت جوړ شو او له دې نه وروسته نوموړی حکومت پريکړه وکړه چه د اګست لومړی نيټه د چين د کارکوونکو او بزګرانو سره اردو چه د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د پخوانې نوم دی د جوړيدو د يادونی ورځ ده. نو تر اوسه پوری د اګست لومړی ورځ لا هم د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د جوړيدو د يادونې ورځ ده .

د ١٩٣٣ کال د جون په ٢٦ مه نيټه د نظامی کميټې انقلابی مرکز د پيشنهاد سره سم د چين د کمونست ګوند په انقلابی سيموکی تر نورو ډير عالی رتبه لارښونکی ادګان يعنی د کمونست ګوند مرکز اداری پريکړه وکړه چه د اګست په لومړی ورځ د

جګرې په ضد بين المللې ورځ او د چين دکارکوونکو او بزګرانو د سره اردو د يادونی ورځ وټاکله شی .

د همدی کال د جون په ٣٠ مه نيټه د انقلابی مرکز نظامی کميټې هغه حکم خپور کړ چه د اګست لومړی نيټه د چين د کارکوونکو او بزګرانو د سره اردو د جوړيدو د يادونې ورځ ده ، په دې حکم ويل شوی چه د ١٩٢٧ کال د اګست په لومړی ورځ د چين دکمونست ګوند په مشرۍ د امپرياليزم په ضد د انقلاب د پيل نښه ده او هم د چين د کارکوونکو او بزګرانو د سره اردو سرچينې ده . د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د جوړولو نه وروسته داګست لومړی نيټه د اردو د جويدو د ورځی په توګه نمانځل کيږی . ګ

ګرانو اويدونکو ! اوس به تاسو يوه نظامی سندره واوری .

ګرانو اوريدونکو ! پوښتنو ته د ځواب برخه په همدی ځای پای ته ورسيده . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .