د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د اتريش د فدرالی پوځ درې نويو تنو عسکرو د اګست په لومړی نيټه په دوو ډلو کی افغانستان ته په تللو پيل وکړ او عمده وظيفه يی دا ده چه د سپتمبر په اتلسمه نيټه د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو امنيت تامين کړی.
د اتريش د حکومت د پلان سره سم، لومړی دوه اتيا عسکران د اګست په لومړی نيټه د افغانستان د کندز ولايت ته ورسيدل او نور يو لس تنه عسکر او د تجهيزاتو شيان به يی د اګست په اومه نيټه افغانستان ته ورسيږی.
د اتريش نوموړی عسکران به په افغانستان کی دری مياشتی پاتی شی او په هېڅ ډول نظامی عملياتو کی به برخه و نه اخلی.