<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-02 18:05:07    
د مشعل په پورته کولو سره ځغاستی

cri

د اولمپيک د عبادت د سترو مراسمو د پرځای کيدو نه دمخه په اولمپيا کی د يليس ښاری ډلی د جدی انتخاب پراساس د درو تنو يونانی نژاده لوبغاړو په ليږلو سره د رب زوس په سالون کی د مقدس اور د قربانګاه په وړاندی د يوی يونانی نجلۍ له لاس څخه هغه لمری مشعل ونيوه چه د مقعرې عدسې د حرارت په وسيله بل شوی ؤ ، او بيا نوموړی دريواړه لوبغاړی په منډی وهلو سره د يونان په چوکاټ کی هری ښاری ډلی ته ورسيدل او دوی ته يی خبرتيا ورکوله چه د اولمپيک سپورتی لوبی به ژر جوړې شی او د مختلفو ښاری ډلو ورزشکاران بايد ښه چمتو واوسی ترڅو د اولمپيا په سپورتی لوبو کی برخه واخلی .

په اولمپياکی د مقدس اور د لګولو پر ځای د مشعل په پورته کولو سره ځعاستل په هغه وخت کی نه يوازی د عبادت په مراسمو کی يوه برخه وه ، بلکی کله نا کله د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د يوه نمايشی لوبی په توګه منل کيده او د نندارچيانو لخوا يی تود هرکلی کيده .

 د کوچنيانو ترمنځ ورزشونه او لوبی

په دې غرض چه ځوانان او کوچنيان دې ته تشويق وکړای شی چه په ورزشی روزنه کی فعاله برخه واخلی ،نو د ميلاد د مخه په ٦٣٢ کال کی د لرغونی زمانی د ٣٧می سپورتی لوبی نه وروسته د کوچنيانوپه اړه ورزشی لوبی په تدريجی توګه په سياليو کی شاملی شوی . خو د دغو لوبو په مسابقو کی

د اړوندو قاعدو او حرکتونو په باب معيارونه له بالغانو څخه ټيټ ښکاريدل . دغه ټولو تدبيرونو د کوچنيو ورزشکارانو د ودې او روغتيا د پياوړتيا او د ورزشی سويی او مهارت د لوړتيا لپاره مثبت رول لوبولی او د بالغو ورزشکارانو په ډله کی ددوی د راتلونکو داخليدو لپاره يی ښه بنسټ کيښودلی و . په هماغه وخت کی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی کوچنيانو د ځغاستی او د پهلوانی ، د سوک وهلو او غيږ نيونی د ګډی لوبی په شمول يو لړ مسابقو کی برخه اخيستله .

 هنری مسابقه

د ميلاد د مخه په ٤٤٤ کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک په ٨٤ می سپورتی لوبی کی هنری مسابقه زياته شوه . له هغه وخت نه وروسته هنری مسابقه د نژديو زرو کالو د اولمپيک د سپورتی لوبو په بهير کی تل ساتله شوی او ګډون کوونکی يی د شاعرانو ، ليکوالانو ، هنرمندانو ، نطاقانو او فيلسوفانو په شمول له اجتماعی نامتو شخصيتونو څخه عبارت ؤ . هيرودوت چه د تاريخ د پلار شهرت يی ترلاسه کړی ، د اولمپيک د ٨٤می سپورتی لوبی په اړونده هنری مسابقه کی د تاريخ په نامه خپل کتاب کی يو باب ولوست او پکی يی په تودو احساساتو سره د يونان د قوماندانانو او سرتيريو هغه قهرمانی او زړه ورتوب وستايل چه د ميلاد دمخه په ٤٩٠ کال کی د ماراتون په دښتی کی د فارس د تيری کوونکی فوځ په ضد جګړه کی څرګند شوی ؤ . د هيرودوت په قلم نوموړی کتاب د ملی عدالت او قوی احساساتو څخه ډک دی . په دی وجه نوموړی د هنری مسابقی لومړنی قهرمانی ترلاسه کړی وه .

* د جنګی ګاډيو په مسابقه کی ښځينه قهرمانه

د سپارتا د پاچا کشرې خور له کوچنيتوب څخه د ګاډی سره ډيره مينه او علاقه درلوده او ډير يی غوښتل چه د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د جنګی ګاډيو په سيالی کی برخه واخلی . نو په دی توګه نوموړی زړه وره شهزادګۍ د نارينه وو په جامو کی د خپلی جنګی ګاډۍ په چلولو سره د لرغونی زمانی د ٩٦می دورې په سپورتی لوبو کی ګډون وکړ . د مسابقی په بهير کی هغی د خپل غوره تخنيک او ښه مهارت په څرګندولو سره پر ټولو برخه والو نارينه وو لوبغاړو باندی غلبه وکړه او لومړنی لمبر يی وګاټه . کله چه د لوبغالی نندارچيانو ته دا معلومه شوه چه د جنګی ګاډيو په مسابقه کی د قهرمانۍ لقب په يوی پيغلی پوری اړه لری ، ټول حيران او هک پک پاتی شول .