<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-02 18:38:34    
د چين د تينيس د ښځو ټيم د لومړی ځل دپاره د ګډې ټولنی د کپ د ګټلو په غرض نړيوال ګروپ کی شامل شو

cri

 په دی نژديو کلونو کی د چين د تينيس لوبی زيات ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدی ٠ تير کال د اټن د اولمپيک په سپورتی لوبوکی د ښځو په دوه نفری سيالی کی د چين لوبغاړو لی تينګ او سون تيان تيان طلايی مدال لاس ته راوړی دی ، او د روانی مياشتی په لسمه نيټه د چين د تينيس د ښځو ټيم د ٢٠٠٥ کال د ګډی ټولنی د کپ د ګټلو په غرض د دوهم نړيوال ګروپ په ضميمه مسابقه کی د يو په مقابل کی د څلورو نمرو په ګټلو سره سلووينيا ته ماتی ورکړه چه په دي توګه د چين د تينس ښځينه ټيم د لومړی ځل دپاره د ګډې ټولنی د کپ د ګټلو په غرض نړيوال ګروپ کی شامل شوی دی . د مسابقي نه وروسته د سلووينيا د ټيم لومړي روزونکې ميرنا جوسفويچ د چين د ټيم د څرګندونی او برياليتوب ډيره ستاينه وکړه او و يي ويل -----اواز------

لس کاله دمخه د چين لوبغاړی د تينس په مهمو نړيوالو مسابقو کي نه ليدل کيدل ، خو اوس په يوه نفری لوبه کی د چين درې تنو ښځينه ورزشکارانو د نړۍ د مخکينيو سلو تنو ممتازو او غښتلو ورزشکارانو په ډله کی ځايونه نيولی دی ، دوي ډيرې غوره ورزشکارانې دي او د سيالی په ترڅ کی يی ډير غوره او مترقی مهارت څرګند کړ . زما په نظر ، په نړيوالو مسابقو کي ددوي برياليتوب حتمی دی .

د ګډی ټولنی د کپ دګټلوپه غرض مسابقه چه هر کال يو ځل جوړيږی ، د اوسنی نړۍ د تينيس د ښځو د ډله ايزې لوبی د ډيری لوړی سويی نمايند ګی کوی ٠ ددی لوبی نړيوال ګروپ له شپاړلسو ټيمونوڅخه عبارت دی چه په دی جمله کی مخکنی اته ټيمونه د لومړنی نړيوال ګروپ کی برخه اخلی او نور اته ټيمونه په دوهم نړيوال ګروپ کی ګډون کوی ، له پورتنيو ١٦ ټيمونو نه پرته ، نور ټيمونه يوازی د مختلفولويو قارو په سيمه ايزو مسابقو کی دګډون حق لری ٠ د ١٩٨١ کال نه راهيسی چينی ټيم د ګډی ټولنی د کپ د ګټلو په غرض په مسابقو کی تل يوازی د اسيا او ارام سمندر د سيمی په لوبو کی دګډون حق ترلاسه کړ . بل کال به د چين ښځينه ټيم د دوهم نړيوال ګروپ په سيالی کی برخه واخلی .

د چين د تينس د ښځو ټيم اصلی روزونکی جيانګ هونګ وی دا نظر لری چه د ګډی ټولنی د کپ د ګټلو په غرض په سږنی مسابقه کی د چين ټيم برياليتوب د وروستيو کلونو راهيسی د چين د لوبغاړو د شخصی ورزشی سويی او مهارت د پرله پسی لوړتيا او د ممتازو او غوره ورزشکارانو د روزل کيدو برکت دی .

د راتلونکی کال د تنيس د لوبو د يادونی په وخت کی نوموړی روزونکی دا باور څرګند کړ چه چينی ټيم دا توان لری چه په دوهم نړيوال ګروپ کی پاتی شی او لومړنی نړيوال ګروپ ته د ځان د رسولو دپاره به کوشش وکړي ٠ هغه وويل ___اواز____

مونږ به په راتلونکی کال کی لومړنی نړيوال ګروپ ته د ځان د رسولودپاره کوشش وکړو او د دې هيلی د ترسره کيدو لپاره ډير امکانات شته ، ځکه چه زمونږ يوه غوره او عښتلی لوبعاړی چه پنګ شوای نوميږی ، اوس د هيواد په بهر کی په تمرين بوخته ده ، په راتلونکی سيالی کی به هم ګډون وکړي . د اولمپيک د سپورتی لوبو د ټاکلی اصولو سره سم يو لوبعاړی يوازی داولمپيک د دوو سپورتی لوبو تر منځ د ګډی ټولنی د کپ په نامه په دوو مسابقو کی د ګډون نه وروسته د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د برخه اخيستلو حق لری ، نو په دی وجه امکان شته چه په راتلونکی کال کی چين نوی ټيم جوړ کړی او هغه ورزشکاران چه د اولمپيک په راتلونکی سپورتی لوبی کی دګډون امکانات لری ، ټول بايد د ګډی ټولنی د کپ د ګټلو په غرض سيالی کی برخه واخلی .

که څه هم د چين د ښځو د تينيس دلوبی عمومی سويه لوړه شوی ، مګر په نړۍ کی د دی لوبی د مقام د يادونی په وخت کی ښاغلی جيانګ هونګ وی وويل ____اواز____

اوس د زياتو مطبوعاتی ذرايعو په قول ، د چين د تينيس د ښځو ټيم لوړه سويه او غوره مهارت لری ، مګر زما په نظر ، مونږ د نړی له لوړی سويی څخه زياته فاصله لرو او په تيره بيا د يوی نفری لوبی په برخه کی لا ډيری نيمګږتياوی هم موجودی دی . د تنيس په سيالی کی يوه نفری لوبه مهم مقام نيسی . که مونږ داسی دوه تنه ورزشکارانی لرو چه په يوه کسيزه مسابقه کی د نړۍ د مخنکينو شلو تنو غښتلولوبغاړو په ډله کی داخلې شي ، نو په هغه وخت کی به زمونږ ټيم غښتلی شی که په يوه کسيزه مسابقه کی ښه موفقيتونه تر لاسه کړو ، نو په دوه کسيزه مسابقه کی به ښه نمری هم وګټو ځکه چه دا يو ورزشی قانون ګڼل کيږی ٠