<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-02 20:12:39    
خبريالی قان څو ن ګه

cri

ګرانو اوريدونکو، په دی پروګرام کښی به تاسو د خبريالی قان څو ن ګه په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندی کړو .

د ٢٠٠٥ کال د جولای يوولسمه نيټه د بحری سياح جينګ حه د سمندری سفر د ٦٠٠ کاليزی د يادونی له ورځی سره مصادفه وه .

د ١٤٠٥ کال د جولای يوولسمه نيټه شل زره نارينه و او د بيړيو کاروان د جيانګ سو ولايت دتای څانګ ولسوالی د ليو جيا کانګ د بندر څخه سمندر ته حرکت کړی او اوه ځله يی تګ او راتګ کړی و ، دسمندرونو په اوږدو کښی پرتو هيوادونو ته يی وليښمين ، چينی باب او د سولی تخمونه رسولی وو ، دا دسمندری سياح جينګ حه دسمندری سفر ستر عمل دی .

د پنځه سوو پنځه نوی کالو نه وروسته يعنی د ٢٠٠٠ کال د جولای په يوولسمه نيټه يوی خبريالی په څانګړی ډول د جينګ حه د سمندری کرښی په تعقيب په خپل سفر پيل کړی دی او هسی يی وغوښت چه د خلکو توجه د بحر پيمايی هغه تاريخ ته واړوی کوم چه د اوږدی مودی دپاره دخلکو له خوا هير شوی دی . هغه فان څون ګه نوميږی، د ٢٠٠٢ کال د جولای په مياشت کښی هغی پوره لاره ووهله .

د ٢٠٠٥ کال د جون په مياشت کښی ميرمن فان څون ګه ددوه سوه پنځوسو اثارو په وړلو سره چه له لسو زرو عکسونو څخه يی انتخاب کړی دی ، په بيجينګ کښی دچين ملی موزيم ته راغله او پکښی يی د عکس اخيستلو يو نندارتون پر ځای کړ .له دغو عکسونو څخه د سمندری کرښی ( سفر ) په اوږدو کښی متمدن رد پا او د ژوندانه حالات ښودل شوی دی . د دغو ښکلی تصويرونواو عکسونو له لاری په

دغه سمندری کرښه کښی څرګند شوی ډول ډول کلتورونه په ژوندی ډول زمونږ

ترسترګو لاندی شوی دی .

دنندارتون د پر ځای کولو په لومړی ورځ يعنی دجون په نه ويشتمه نيټه دچين د ښځو د ورځپاڼی خبريال د نندارتون په وړاندی هغه زيات خارجی دوستان وليدل کوم چه د دغه نندارتون د کتلو دپاره يی پخپله ټيکټونه واخيستل . .

ددوو کالو په مزلونو ( سفر ) کښی هغه په وار سره ويتنام ، کمبوديا ، تيالنډ ماليزيا، اندونيزيا ، هند ، سريلانکی مالديو ، پاکستان ، ايران ، عمان ، يمن ، سعدی عربستان ، مصر ، کنيا ، تانزيانيا ، موزابيق او جنوبی افريقی اتلسو اسيايی او افريقايی هيوادونو ته ورسيد او په خارج کی د جينګ حه د سمندری سفر د دغی ستری پيښی د پاتی شوی رد پا ( اثر پا ) او اغيزو تحقيقات او پلټنه وکړه . دغه سمندری کرښه ( لاره ) تر هغی يوی لاری اوږده وه کوم چه پخوا يی وهلی وه ، زغمل شوی کړاونه يی هم ډير زيات وو .

ميرمن فان څون ګه وويل چه هغه دهغو توپکونو او توپونو او نظامی مهمو چوڼيو په وړاندی ولاړه وه کوم چه په پنځلسمه پيړۍ کښی د استعماری

کاشف سياحانو له خوا دهند د بخيری په اوږدو کښی پاتی شوی وو ، د يو چينی په توګه د هغی زړه ارام دی ، ځکه چه زمونږ اسلافو نورو هيوادونو ته بی افتخاری تاريخ نه و پريښودلی او نورو ته يی ښه او نرم .وريښمن او ښکلی او ظريف چينی باب پريښودلی وو هغی په اتلسو هيوادونو کښی دا وليدل چه خلک د سمندری سياح جينګ حه ډير احترام کوی ، ځکه چه هغه په دغو هيوادونو کښی د سولی تخمونه شيندلی وو .

په دغه سمندری سفر کی ميرمن فان څون ګه نه يوازی دخپل ميړه ملاتړ حاصل کړی ، بلکه د خپلی مور او انا طرفداری هم تر لاسه کړی ده .

په ٢٠٠٠ کال کی د جينګ حه پر لاری باندی د بيا قدم وهلو په وخت کښی دهغی انا پنځه اتيا کلنه وه او صحت يی ډير ضعيف و او فان څون ګه په دی انديښنه کښی وه چه له خپلی انا سره نشی کتلی . په ٢٠٠١ کال کښی انا په سختی ناروغۍ اخته شوه ،کله چه هغه خپل اجدادی کور ته د بيرته ستنيدو په وخت کښی په دی خبر شوه چه خپله ګرانه اناڅوورځی دمخه مړه شوه ، فان څون ګه ډيره درد ناکه وه . دخپلی انا دپاره د جنازی ښخولو د مراسمو د پر ځای کولو نه وروسته ميرمن فان څون ګه د دردونو په ګاللو سره پوره لاره وهلی ده . هغی خبريال ته وويل چه که څه هم زما دغه عمل د ټولو کسانو له خوا ستاينه حاصله کړی ده ،مګر دا دخپلی انا د له لاسه ورکولو په برخه کښی زما کړاونه او غمونه جبران نشی کولی ( نشی ليری کولی )، ځکه چه ژوند يوازی او يوازی يوا وار دی .