<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-03 16:23:25    
د سمندری خوګ روزونکی د هغو ماشومانو د بيا جوړيدو سره مرسته کړې چه يوازيتوب په ناروغی اخته دی

cri

دونګ يان د سمندری خوګ يو ښه روزونکی دی او د سمندری خوګانو د روزنی په وخت کی د دغه هوښيار ژوي څخه په استفادی سره په وړيا ډول د هغو ماشومانو د بيا جوړيدو سره مرسته وکړه چه د ځان د يوازيتوب په ناروغی اخته دی ٠ په نژديو درو کلونو کی د دونګ يان د مرستی له لاری اتيا تنه داسي ناروغ ماشومان د سمندری خوګانو سره د زياتو تماسونو او د روغتون د درملنی په واسطه په اساسی ډول جوړ شويدي ٠

دونګ يان يو ٢٧ کلن ځوان دی او د ١٩٩٩ کال د مارچ په مياشت کی د ټول هيواد په کانکور کي د ناکاميدو نه وروسته له خپل اجدادي کور د جيانګ سو ولايت د ين چن ښار څخه د شانګهای د سمندری ژويو د روزنې او نمايش په ډنډ کی د کار دپاره ومنل شو ٠ هغه به په فارغ وخت کي کله نا کله د حوض په څنګ کي د سمندری خوګانو له نمايش څخه ليدنه کوله او د ډيرو ځلو د ليدنی او څيړنی نه وروسته يي د سمندری خوګانو هغه عملونه ښه وپيژندل چه د انسان سره مشابه دي ٠ درې مياشتې وروسته هغه په رسمی توګه د سمندری خوګانو د روزونکی په توګه ومنل شو ٠ د ١٩٩٩ کال په سپتمبر کی سمندری خوګانانو د نمايش دپاره د ګوانګ شی ولايت بيې های ښار ته ورسول شول او دونګ يان هم د رسمي روزونکي په حيث بيې های ښار ته ولاړ ٠ ورپسې دونګ يان د جنوبي چين د شن جن ښار د سمندري ژويو د نمايش په ځاي کي کار پيل کړ ٠

د ٢٠٠١ کال په سپتمبر کی يوه ځوانه مور د سمندري ژويو د نمايش ځاي ته ولاړه او مربوطو مشرانو ته يي خپله بدمرغي څرګنده کړه او و يي ويل چه ددې لور چه څونګ څونګ نوميږی او ١٠ کلن ده ، د يوازيتوب په ناروغی اخته ده ، او هوښياری ئی د تازه زيږيدلي ماشوم په يو شان ده او بيخی د پلار او مور سره د نظريو تبادله نه شی کولی٠ په تصادفی توګه د څونګ څونګ مور په يو خارجی کتاب کی دا معلومات لاس ته راوړل چه د مکسيکو په شمول د ځينو هيوادونو د عالمانو د سمندری خوګانو سره د تماس نيولو له لاری د دغو کم عقلو ماشومانو د درملنی ازموېنې په کامياب ډول تر سره کړيدي چه د مغز د فلج په ناروغی اخته وو ٠ نو هغه نوموړی ځای ته ولاړ او هيله ئی وکړه چه لور ئی د سمندری خوګانو سره مستقيم تماس ونيسي څو چه عقل او پوهه ئی وده وکړی ٠

د دې نمايش د ځاي مشر د څونګ څونګ د بدمرغۍ سره خپله ژوره همدردی څرګنده کړه او دده د پيشنهاد لمخي پريکړه وشوه چه د ناروغو ماشومانو د روغتيا د اعادې دپاره د سمندری خوګانو د روزنی هيئت جوړ شي تر څو چه د دا ډول ناروغانو عقل او د پوهه تر يوې اندازې پوري اعاده شي ٠ مګر په اړوندو موادو کی ليکل شويدي چه په خارجی هيوادونو کی د دا ډول ماشومانو د بيا جوړيدو لپاره د سمندری خوګانو سره د تماس نيولو له لاري يوازی دری موسسی شته او په چين کی دا ډول موسسی هيڅ نشته ٠ وروسته دونګ يان د نوموړی موسسی د جوړولو مسئوليت ومنانه ٠

کله چه څونګ څونګ په مغز کی له سمندري خوګ سره د يوې مودې د تماس نيولو نه وروسته عکس العملونه رامنځته شول ، نو مور يي ډيره حيرانه شوه او ورڅخه يي ډيره مننه وکړه او سمدستي يي شل زره يونه پيسې ورکړې ، خو دونګ ين پيسې

و نه منلې او يوازي يي داسي وويل چه زمونږ خدمت وړيا دی او باور لري چه څونګ څونګ به ژر په عادي ماشومه بدله شي .

په درو کالو کي دونګ ين د اتياوو داسي ناروغو ماشومانو دپاره خدمتونه تر سره کړي او ښې نتيجې يي تر لاسه کړيدي. اوس د نورو هيوادونو او سيمو اوو سوو تنو غوښتنه کړيده چه ددوي ماشومان د سمندري خوګ سره د تماس نيولو له لاري د درملني لاندی ونيول شی ٠ دونګ ين د خپلو غوره خدمتونو په اثر د نمونوي ځوان په توګه افتخاري لقب تر لاسه کړيدي .