<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-03 19:27:27    
چين د نويو درملونو د جوړولو دپاره کوشش کوي

cri

د وروستيو کلونو راهيسي چين د عامو خلکو د روغتيا د تامين او د درملونو د جوړولو صنعت د پرمختګ دپاره د نويو ډولونو درملونو د څيړنې او جوړونې دپاره زياته هڅه کړي او د ځينو خطرناکو ناروغيو د علاج دپاره نوي درملونه يي اختراع کړيدي .

د درملونو د څيړنې او جوړونې بهير ډيره پيچلي مرحله ده او زياتو پيسو ، اړوندو تجهيزاتو او غوره کارپوهانو ته اړتيا لري. د ځينو بهرنيو تجربو لمخې د يو ډول درمل د څيړنې نه تر استعمال پوري له پنځو کالو نه تر لسو کالو پوري وخت او د څو مليونو نه تر څو ملياردو امريکايي ډالرو پوري پيسې مصرفيږي . د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس په لومړيو وختونو کي د دولتي قدرت د ضعف او د تخنيکونو د وروسته پاتي والي له امله د هيوادوالو د روغتيا د تامين دپاره د نورو هيوادونو د درملونو د تقليد له لاري درملونه جوړ شوي وو په بله ژبه د ځينو خارجي درملونو د کيمياوي ترکيباتو د تحليل نه وروسته دغه ډوله درملونه جوړ شوي وو چه په دي وجه په چين کي د انتي بيوتيک په شمول د معمولي ناروغيو د علاج دپاره زيات ډوله درملونه جوړ شوي وو چه دغو درملونو د هيوادوالو د روغتيا د تامين دپاره ستر رول لوبولي وو .

د ورستيو شلو کلونو راپدي خوا د چين اقتصاد او ساينس او تکنالوژۍ په دوامدار او چټک ډول ترقي موندلې ، دولتي قدرت يي په څرګند ډول قوي او غښتلي شوي دی ، نو حکومت د نويو ډولونو درملونو څيړنې او جوړونې ته زياته توجه ورکوي . په دوه زريم کال کي د چين د ساينس او تخنيک وزارت د نويو ډولونو درملونو د

اختراع په باب پنځه کلن پلان طرح کړيدي . ددې پلان مسئول وانګ شياو فانګ وويل ( اواز ) د نوموړي پلان د طرح کولو مقصد په چين کي د هغو نويو ډولونو درملونو د څيړنې او جوړونې په هکله د سيستم جوړول او بشپړول دي چه د مالکيت حق يي پخپله په چين پوري اړه لري څو چه په چين کي د درملونو د تقليد نه د اختراع مرحلي ته ورسيږي او د هيوادوالو د روغتيا د تامين اړتياوي پوره شي . هغه وويل چه د نوموړي پلان د تطبيق دپاره حکومت يوازي د اتو سوو مليونو ژن مين بي يونو پيسی چه د يو سلو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دی ، ولګولې څو چه د هغو ناروغيو د علاج دپاره درملونه اختراع شي چه زيات شمير اخته کيدونکي لري او خطرونه يي ډير سخت دي . د معلوماتو لمخې تر اوسه پوري دوه ويشت ډولونه نوي درملونه اختراع شوي او د مربوطې څانګې لخوا د توليد اجازه تر لاسه شويده او نور يو سلو څلويښت ډولونه درملونه د تجربوي ازموينې په حال کي او يا د څيړونکو کارونو د بشپړتيا نه وروسته د دغو درملونو د توليدي اجازه نامې د ګټلو په حال کي دي . د مثال په توګه د سرطان د علاج دپاره يو ډول نوي درمل چه تاي شين شن نوميږي ، توليدي اجازه نامه يي تازه د باي تاي د درملو د جوړولو د شرکت لخوا تر لاسه شويده . د نوموړي شرکت لوي مدير باي شين هونګ وويل ( اواز) د نوموړي درمل د خوړلو نه وروسته د ناروغۍ په وجود کي دغه درمل د سرطان د سلولو د وژلو رول لوبوي او نورو سلولو ته هيڅ تاوان نه رسوي . نو د کيمياوي معالجې او د راډيو اکتيو په واسطه د علاج په نسبت بد تاثير نه لري په تيره بيا د سر او غاړې د سرطانونو د علاج دپاره ښه اثر لري .

د چين د ساينس او تکنالوژې د وزارت مرستيال ليو ين هوا وويل (اواز) چين د نورو

درملونو د جوړولو دپاره د زياتو کلونو کوششونه تر سره کړي او د درملونو د جوړولو فابريکو او فني پرسونلو دپاره يي د څيړنې مساعده زمينه برابره کړيده چه په نتيجه کي د نويو ډولونو درملونو د اختراع په برخه کي ستر موفقيتونه تر لاسه شويدي.

د نويو ډولونو د درملونو د څيړنې او جوړونې پلان به د روان کال تر پايه پوري پاي ته ورسيږي او د چين حکومت به د تيرو تجربو د راغونډولو په اساس نور نوي تدبيرونه غوره کړي څوچه لا زيات نوي درملونه جوړ شي .