<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-03 19:27:22    
د بيجينګ د مساژ د روغتون ړاند ډاګتران

cri

د چين په يو مليارډو دري سوو مليونو نفوسو کې تقريبأ شپيته مليونه تنه معيوبين دي ٠ په چين کې د معيوبينو ژوند او کار تل د حکومت او ټولنې تر زياتې پاملرنې لاندي دي ٠ هر کال په چين کې د مي دريمه يکشنبه د معيوبينو سره د مرستې ورځ ده ٠ حکومت هيله لري چه د دغې ورځې د ټاکلو له لارې خلکو ته بلنه ورکړي چه بايد له معيوبينو سره مرسته او پاملرنه وکړي څو چه د دوي ژوند او کار لا ښه شي ٠

سږکال د مي پنځلسمه نيټه د معيوبينو سره د مرستې ورځ وه ٠ په دي ورځ زموړږ خبريال د بيجينګ د مساژ روغتون ته ولاړ او هلته يي د څو تنو ړندو ډاکترانو سره مرکه وکړه ٠ نوموړي روغتون د مساژ کولوپه واسطه د علاج په هکله په چين کې تر ټولو نه لوي روغتون دي ٠ په دي روغتون کې څه د پاسه سل تنه ډاکتران شته چه په دي جمله کې څه د پاسه څلويښت تنه ډاکتران يا ړاندو دي يا يي د سترګو ديد ډير ضعيف دي ٠ خبريال د روغتون په يوه کوټه کې وليدل چه لس کټونه پکې په منطم ډول ځاي پر ځاي شوي او ناروغان پر کټونو باندې څملي او څو تنه ړانده ډاکتران د دوي پر ملا يا د غاړې پر شا باندې مساژ کوي٠ ډاکتر ځنګ لي سږکال پنځه ديرش کلن دي او له وړکتوب نه يي سترګې يي سختې ناروغې دي ، د دري کلنۍ په وخت کې که څه هم د سترګو د جراحي عمليات يي تر سره شوي ، مګر د سترګو د ليدو ديد يي يوازي صفر اعشاريه يو ته اعاده شوي دي ٠ نو هغه له وړکتوب نه د ړندو په ښوونځي کې درس ولوست ٠ له منځني ښوونځي نه د فارغيدو نه وروسته د بيجينګ په يو اړوند طبي پوهنځي کې د مساژ کولو زده کړه کړې وه او له هغه وخت نه وروسته د بيجينګ د مساژ په نوموړي روغتون کې يي په کار پيل وکړ ٠ تر اوسه پوري هغه په دي روغتون کې څه د پاسه لس کاله کار کړي دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې ډاکتر ځنګ لي د روغتون له نورو ډاکترانو سره يو ځاي د مساژ کولو په واسطه د غاړې او ملا د مهرې دځينو سختو ناروغيو د علاج په برخه کې د ليدو وړ موفقيتونه تر لاسه کړي او د زياتو ناروغانو اعتماد يي حاصل کړي دي ٠ يو ناروغ چه وانګ مين هوان نوميږي خبريال ته وويل چه لږه موده د مخه زه د ملا په سختې ناروغۍ اخته شوي يم ، ملا او پښې مي ډير درد کاوه ٠ که جراحي عمليات تر سره شي ، بايد څو لس زره ژن مين بي يوانه په کار وي ٠ خو په دي روغتون کې د ډاکترانو د څه د پاسه يوې مياشتې د مساژ کولو له لارې پرته د جراحي له عملياتو څخه زما د ملا ناروعۍ ليرې شوه او اوس مي صحت مي په پوره توګه روغ جوي دي ٠

اوس د بيجينګ د مساژ روغتون هره ورځ څه د پاسه څلور سوه ناروغان مني، د دغه روغتون رئيس ښاغلي لاي وي خبريال ته وويل چه د روغتون پرمختيا د هر يو ډاکتر د کوششونو سره نه جلا کيدونکي ده ، په تيره بيا ړندو ډاکترانو دروغتون د پرمختيا له پاره ستر خدمتونه تر سره کړي دي ٠ هغه وويل چه ړانده ډاکتران زمونږ د روغتون ډيره مهمه قوه ګڼل کيږي ٠ که څه هم د دوي د سترګو ديد ضعيف دي ، مګر د ځينو ناروغيو د علاج په برخه کې د دوي مهارتونه د عادي ديد لرونکو کارکونکو په نسبت هم تکړه دي ٠ د معلوماتو له مخې په دي روغتون کې د متخصص په درجه د ړندو ډاکترانو مياشتنې معاش اته زره يا نهه زره ژن مين بي يوانه دي ، حتي هغه ړانده ډاکتران چه تازه له اړوندو ښونځيو څخه فارغ شوي او په دي روغتون کې کار کوي ، هم هره مياشت څلور يا پنځه زره ژن مين بي يوانه تر لاسه کولي شي ٠ رئيس لاي وي هم وويل چه زمونږ روعتون د ړندو ډاکترانو اړوندې روزنې او د دوي د اړوندې سويي لوړولو ته ډير متوجه دي او د کارونو او ژوند په بيلا بيلو برخو کې دوي ته ډيرې اسانتياوي يي برابرې کړي دي ٠ مثلأ ددي له پاره چه د ړاندو ډاکترانو اړوند مهارتونه او سويه اوچته شي ، نوموړي روغتون د ماستري مقام د لاس ته راوړلو له پاره هر کال يو ړوند ډاکتر د چين عنعنوي طب او درملونو پوهنتون ته ورليږي او ټول فيس يي د روغتون له خوا ور ته برابريږي ٠

د بيجينګ د مساژ په روغتون کې ړاند ډاکتران او عادي ډاکتران ټول يو له بل سره مرسته کوي او د دوي ترمنځ روابط ډير ښه دي ٠ ډاکترې يان چه سترګي يي روغې جوړې دي ، خبريال ته وويل چه مونږ له نوموړو ړندو ډاکترانو سره يو ځاي کار کوو ، دوي معيومين نه بولو او د روغ او جوړو کسانو په شان ور سره خبرې او تبادلي کوو ٠ په ژوند کې مونږ هم تر وسي پوري ور سره مرسته کوو٠