د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان د داخله وزارت د اګست په دوهمه نيټه د يوی اعلاميی په ترڅ کی څرګنده کړه چه د امنيت د تامين دپاره په اسلام باد او نژديو سيمو کی د افغانستان پنا وړونکی به خپل وطن ته او يا د نورو سيمو د پنا وړونکو کمپونو ته وليږي ٠
په اعلاميه کی ويل شوی چه د م م د مهاجرينو د چارو د عالی کميشينری دفتر به هم د افغانستان د پنا وړونکو د بير ته راتګ سره مرسته وکړي ٠ خو د نوموړی فعاليت د تطبيق وخت او د پنا وړونکو مشخص شمير نه دی وړاندی شوی ٠