د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د ښوونی وزير جاويد اشراف قاضی د اګست په دريمه نيټه دا خبر رد کړ چه په لندن کی د بم د چاودنې د پيښې شکمن کسان د پاکستان په مذهبی مدرسو کی روزل شوی دی.
د دې نه دمخه خبريال دا خبر اخيستی چه د جولای په اومه نيټه په لندن کی د بم د چاودنې د پيښې يو شکمن تن چه شهزاد تنوير نوميږی، د پاکستان لاهور ته نژدی په مذهبی مدرسه کی د څلورو مياشتو لپاره نظامی روزنه کړی وه.