<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-05 16:26:16    
د چين د ملی اقليتونو ادبياتو چټک پرمختګ موندلی دی.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! په دې وروستيو ورځو کی د اصيل اس په نامه د چين د ملی اقليتونو د ادبی خلاقيت د جايزې نتيجه اعلان شوه او د پنځلسو ملی اقليتونو څخه راغلو ديرشو اثارو نوموړی جايزې تر لاسه کړيدي او له دې څخه څرګنديږی چی د چين د ملی اقليتونو ادبی خلاقيت او څېړنې چټک پرمختګ موندلی دی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته د اصيل اس په نامه د سږنی جايزې په هکله څه معلومات وړاندی کړو.
د اصيل اس په نامه جايزه چی په ١٩٨١ کال کی رامنځته شويده، د لو شيون او د ما دون د ادبی جايزو، د ماشومانو د ادبی جايزې سره يو ځای د چين د څلورو لويو ادبی جايزو په توګه بلل کېږی. د دغې جايزې په سيالی کی برخه اخيستونکي ټول د ملی اقليتونو ليکوالان دي او په برخه اخيستونکو ادبی اثارو کی ځينی يی په چينی ژبه او ځينی په قومی ژبو ليکل شويدي. سږ کال د نوموړی جايزې اخيستونکی ديرش ادبی اثار په دری سوو دری څلويښتو برخه اخيستونکو اثارو کی انتخاب شوی او د پنځو اوږدو ناولونو د پنځو منځنيو او لنډيزو استانونو، د نثرونو د پنځو مجموعو او د شعرونو له مجموعې، د ادبی رپوټونو او د ادبی تيوريو او تبصرو له مجموعوڅخه عبارت دی.
د چين حکومت نه يوازی د ملی اقليتونو له ادبی خلاقيت څخه ملاتړ کوی، بلکه په قومی ژبو سره د ادبی اثارو خلاقيت ته هم په درنه سترګه ګوری. په چين کی د هان قوم نه پرته پنځه پنځوس ملی اقليتونه شته چی په دې جمله کی يو ويشت ملی اقليتونه خپل ليک دود لری. سږ کال د نوموړی جايزې په اخيستونکو ادبی اثارو کی لس اثار د ملی اقليتونو په خپلو ليک دودونو ليکل شويدي له ټولو جايزه اخيستونکو اثارو څخه چی يو په دريمه برخه يی نيولی ده. د انتخابی کميټې د رئيس د يی قوم د مشهور شاعر جی دی ما په نظر، د اصيل اس په نامه د جايزې ورکولو يو لوی خصوصيت دا دی چی د ملی اقليتونو ليکوالان دې ته تشويقوی چی په خپلو قومی ليک دودونو اثار وليکی. هغه وويل
(لومړی اواز)
نومړی جايزه د ملی اقليتونو په خپلو قومی ليک دودونو سره د ليکل شويو ادبی اثارو د ځانګړيتوب د په نظر کی نيولو سره ټاکل شويده. د چين د مختلفو درجو حکومتونه د ملی اقليتونو ژبو ته په درنه سترګه ګوری او د دوی د کلتورونو ډير احترام کوی.
په دې وروستيو شلو کلونو کی په چين کی د ملی اقليتونو زيات شمېر ليکوالان رامنځته شويدي. د دوی ادبی اثار نه يوازی د مخلتفو قومونو ځانګړتياوې بلکه د قومی سيمو خاص ژوند، دودونه، رواجونه، کلتورونه او عنعنات ترسيموی.د نوموړی جايزې د سږنی اخيستونکی ليکوال ګوان رن شن له خوا ليکل شوی اوږده ناول، د چين د بزګرانو پر سرنوشت پوری اړه لری. نوموړی ناول څو واره چاپ شوي او په ټيلويزيونی سريال په يوې ډرامې بدل شويدی.
ښاغلی جی دی ما زياته کړه
(دوهم اواز)
د ملی اقليتونو زيات شمېر ليکوالان، په تېره بيا ځوان ليکوالان رنګا رنګ فکرونه لری او اثار يی زيات لوستونکی لری.
د ملی اقليتونو د ليکوالانو له خوا د ادبی خلاقيت په عين وخت کی د ملی اقليتونو ادبی څېړنه هم په هراړخيزه توګه پراخه شويده. ښاغلی باو ده مينګ د مغول قوم يو شاعر او مبصر دی. هغه له خبريال سره د مرکې په بهير کی دا نظر څرګند کړ چی اوس د چين د ملی اقليتونو د اډبی خلاقيت او څېړنې د چټک پرمختګ لپاره ښه موده ده او په زياتو ملی اقليتونو کی يو شمېر غوره ليکوالان رامنځته شويدي چی دوی د چين د ادبی پرمختګ دپاره نوی محرقه حياتی ګڼل کېږی. هغه وويل
(دريم اواز)
دا يوه ډيره لويه موضوع ده او زيات اهميت هم لری چی د ملی اقليتونو رنګا رنګ ادبيات څنګه يو په بل باندی ګټوره اغېزه واچوی او يو د بل څخه زده کړه وکړی.
د ده په نظر د چين ملی اقليتونه ډير شتمن ادبی او کلتوری ميراث لری او په نړۍ کی د ډيرې توجه وړ ګرځېدلی دی. زه باور لرم چی د چين په اقتصادی پرمختګ سره به د ملی اقليتونو ادبی خلاقيت او څېړنې لا چټک پرمختګ ومومی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و د چين د ملی اقليتونو ادبياتو چټک پرمختګ موندلی دی. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله !