<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-05 16:29:08    
تبتی ميرمن جسودانجن او د دی چينايی ماشومان

cri

د تبت په دوی لونګ جی چينګ وسلوالی کی چه د مرکز لا سا په جنوب لويديځ لس کيلو مترۍ کی واقع دی د يتيمانو يو مرستون شته چه موسسه ئی تبتی ميرمن جسودانجن ده او سويدنی تابعت لری ٠ د نن ورځ په پروګرام کی به مونږ د ميرمنی جسودانجن او د دی د چينايی ماشومانو په باره کی معلومات تاسو ته وړاندی کړو ٠

په ١٩٩٠ کال کی کله چه ميرمن جسودانجن او د دی مېړه د خپل وطن نه د جلا کيدو د لس ګونو کلونو نه وروسته د لومړی ځل لپاره بېرته لاسا ته ستانه شول ٠ هيڅ داسی فکر نه وو چه وروسته تردی به خپل ځان د چينايی يتيمانو له سره نوشت لره يو ځای شوی وی __اواز___

يوه ورځ د لاسا په لاره کی وليدل چه دوه ماشومان په يخنۍ کی کدالي کوله ٠ ما وغوښتل چه د دوی سره يو ځای د ډوډۍ لپاره راستوران ته لاړ شو ٠ خو د راستوران خاوند د ماسومانو د ننوتلو نه اجازه نه ورکړه ٠ خاوند وويل چه غريب ماشومان د نورو ميلمانو د راتګ منع کوی او پدی اثر ماله راستوران خاوند سره جنګ جنجال وکړ ٠ دا زما لپاره لومړی ځل دی چه د نورو دمستحق لپاره مبارزه وکړم او نه د خپل ځان دپاره ٠

ميرمنی دانجن وويل ، زه له وړکی توب نه يتيم يمه او تر اوسه نه يم خبر چه د ځان د زيږيدنی ورځ کومه ده ٠ دا په وړوکی توب کی له تبت نه لاړه او دالمان د يتيمانو په يوه مرستون کی وده وکړه ٠ دا د يتيمانو او مرسته غوښتونکو ماشومانو سره ډيره همدادی لری ٠ بير ته سويدن ته د تګ نه وروسته هغه د کورنيو غړو او ملګرو سره د مشورو نه پس دا فيصله وکړه چه په تبت کی د يتسمانو يو مرستون جوړ کړی څو چه يتسمان او هغه ماشومان چه د غريب په اثار د درس له لوستلو نه بی برخه شويدی ٠

د ١٩٩٣ کال د اکتوبر په مياشت کی ميرمن داخجن د تبت د اړوندو ادارو په مرسته د دوی لونګ جی چينګ په ولسوالی کی د يتيمانو لومړی مرستون جوړ کړ او ٧ تنه ماشومان يی ومنل ، بيا وروسته يی د خپل مېړه په اجرادی کور يعنی د يون نان ولايت د شانګريلل په ولسوالۍ کی د يتيمانو يو بل مرستون جوړ کړ ٠ اوس په دغو دواړو مرستونونو کی ټول ١٠٥ تنه ماشومان ژوند کوی سر بيره پر دی دوی د تبت په شمال کی د زده کړی لپاره د مالدرانو د ٢٦ تنو ماشومانو سره مرسته کوی ٠

د تبت د دوی لونګ جی چينګ ولسوالی د جسودانجن د يتيمانو په مرستون کی مونږ وليدل چه د بيل بيل قومونو په اړه ٥٢ تنه ماشومان په يو دوه پوړيز عمارت کی ژوند کوی ٠ په مرستون کی ثين باغ ، د باسکيتبال ميدان ، د پينګ پانګ لوبی ميز او د ماشومانو د لوبی ميدان شته ٠

ګسان ګاڅو ګه سانګ جيا څو چه سږ کال شل کلن دی او په دغه مرستون کی د ١٢ کالو لپاره ژوند کړی دی ، داسی وايلی : په رستيا دانجن ډيره مهربانه مېرمن ده ٠ اوس زه له ١٢ ټولګۍ نه فارع شوی يم ، ډير طاقت نه لرم چه د هغی مهربانی نه جيران کړم ٠ خو دومره کولی شي چه تر وسی پوری په ښوونه او روزنه کی د دوی سره مرسته وکړم او په راتلونکی کی که هر کال چه وی ، زه به دلته پاتی شم او د کشرو ماشومانو سره به مرسته وکړم ٠

جومالام چه سږ کال ١٦ کلن ده او له نهم ټولګۍ نه فارغ شوی خبريال ته وايلی ، ډير خوشحاله يم چه مېرمن دانجن مونږ سره مرسته کوی ٠ مونږ تل دا په ياد کی ساکو چه مېرمن صاحب کله کله له مونږ سره يو ځای نورو ځايونو ته لغر وکړی ٠ مونګ شان نان ، لين جه او ژه که ځه وليدل ٠ مونږ ښه پوه شويو چه نن بايدښه زده کړه وکړو تر څو په راتلونکی کی د ټولنی د حدمت لپاره توان او طاقت ولرو ٠

پيغلی چانګ جوی چه سږ کال ٣٣ کلن ده او پدی مرستون کی د ١٢ کالو لپاره کار کړی او د ماشومانو د مرستو لپاره تر اوسه واده ندی کړی ٠ داسی وويل ، ميرمن دانجن د ماشومانو سره ډيره مينه لری او په کارونو کی ډير زيار باسی زه هم مېرمن دانجن سره ډيره مينه لرم او د کار لپاره دلته پاتی يم ٠ مېرمن دانجن وويل د مرستون د جوړيدو څه د پاسه لسو کلونو راهيسی په کارونو کی کړاونه او نباد يی موجودی دی ٠ ډير خوشحاله او وياړ يم چه ماشومان د ګلانو په څير غوړيدلی او د صياتی قوت د ډکه انر ژی لری ٠ ډير وياړ يم چه ډير ملګری لرم چه له چينايی ، امريکايی او اروپائی ملګرو نه عبارت دی ٠