د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د اګست په څلورمه نيټه د انګلستان د بی بی سی راډيو د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی غوښتنه وکړه چه د تروريزم په ضد بين المللی هماهنګی او همکارۍ تقويه شي ٠
پرويز مشرف دا خبره بيا تائيده کړه چه د تروريزم سره مبارزه د بين المللی ټولنی ګډو کوششونو ته اړتيا لری ٠ مختلف هيوادونه بايد يو بل تشويق کړي چه خپل منځی هماهنګی او همکارۍ ټينګ کړي او يو پر بل باندی انتقاد ونه کړي ٠