<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-06 19:13:16    
د چين خاص خواړه سره شوي هيلۍ

cri

په بيجينګ کې د بهرنيانو په منځ کې تل دا خبره اوريدل کيږي هغه چا چه په بيجينګ کې سره شوي هيلۍ نه وي خوړلې چه بيجينګ ته نه دي راغلي ٠ له دي څخه څرګنديږي چه د بيجينګ سره شوي هيلۍ د بيجينګ خاص او ځانګړي خواړه ګڼل کيږي ٠ نوموړي خواړه له هغې هيلۍ څخه جوړيږي چه د روزنې وخت يي يوازي سل ورځي او وزن يي د يو کيلو ګرامو په شاوخوا کې ساتل شوي وي ٠ د روايت له مخې د بيجينګ سره شوي هيلۍ څه د پاسه څلور سوه کلن تاريخ لري ٠

وايي چه په ١٨٦٤ کال کې په بيجينګ کې يو سوداګر چه يان مينګ چوان نوميده او د سره شوي هيلۍ رستوران يي اداره کاوه او رستوان يي د ده جوي چوان په نامه ياديده ٠ خو کار و بار يي ښه نه ؤ ، وروسته يو فالګير ور ته وويل چه که د رستوران نوم سرچپه کړي ، يعني ده جوي چوان په چوان جوي ده بدل کړي ، د رستوران سرنوشت به دي ښه شي ٠ له دي نه وروسته سوداګر يان مينګ چوان د خپل رستوان نوم په چوان جوي ده بدل کړ او ډير تجربه لرونکي او تکړه أشپازان يي ځان ته را جلب کړل ٠ د دوي د کوششونو له لارې په دغه رستوران کې سره شوي هيلۍ د رنګ او هم يي د خوند له پلوه په بيجينګ شهرت وموند ٠ د بيجينک د چوان جوي ده په نامه د سره شوي هيلۍ رستوران تر اوسه پوري د پنځم نسل ته په ميراث پاتي شوي دي ٠ اوس د بيجينګ د چوان جوي ده په نامه سره شوي هيلۍ نه يوازي په چين کې بلکه د نړۍ په ډيرو ځايونو کې د خلکو د خوښي وړ خواړو په حيث پيژندل شوې ده ٠ د چون جوي ده په نامه د سره شوي هيلۍ يو خصوصيت دا دي چه د جوړونې په ترڅ بايد د هيلۍ غوښه د خرما د ونې ،د شفتالو د ونې او د ناک د ونې د لرګيو د سوځيدو له لارې کباب شي ٠ د کباب شويو هيليو غوښه نه يوازي ښکلي رنګ لري بلکه خوند يي هم ډير زيات دي ٠ د خوړلو په وخت کې أشپز په چاړه سره شوي هيلۍ په يوه يوه نرمه پرده پري کوي او د شنو پيازو او بادرنګ په نرمو ټوټو يي ښکلي کوي ٠ يرته له دي نه يو ډول خاص تخمير شوي سوس او يو ډول نرم کيک هم تياروي ٠ د خوړلو په وخت کې خلک په خپله خوښه نوموړي سوس ، د هيلۍ غوښه، د پيازو او بادرنګو کوچيني ټوټې رااخلي او بيا يي په نرم کيک کې يي راتاووي او خوري يي ٠ د دغه ډول خوراک دخوړلو په هکله ځيني عنعنوي عادت هم موجود دي ، خصوصأ د ميلمو د هرکلي په وخت کې د عنعناتو له مخې د سري شوي هيلۍ سر په دوو برخو پري کوي ، د هيلۍ د شا د برخې پسته غوښه او د هيلې د لکۍ د برخې پوستکې په يوه کوچني تخته ګۍ کې د هيلۍ په شکل ځاي پرځاي کوي او د ميلمنو په وړاندي يي ږدي چه دا د ميلمنو په نسبت د کوربه وو د احترام او صداقت څرګندوي دي ٠

په چين کې د هيلۍ غوښه نه يوازي د خلکو د خوښي وړ يو ډول خوراک ګڼل کيږي ٠ بلکه د روغتيا له پاره هم ګټوره ده ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره د هيلې غوښه د يخني خاصيت لري ٠ نو د هيلۍ غوښته د درملنې رول هم لري ٠ مثلأ له دي امله چه د چين په جنوبي سيمه کې هوا نسبتأ ګرمه ده ، نو په دي سيمه کې خلک د هيلۍ د غوښې د خوړلو عادت لري ٠ لکه په سپينو اوبو کې جوش شوي هيلۍ چه د هيلۍ سپينه ښوروا ته هم وايي ، نه يوازي يو ډول خوندوره ښوروا ده بلکه د ګرمي د ليري کولو رول هم لوبولي شي ٠ نو د چين په جنوبي سيمه کې خلک د هيلۍ غوښه ډير ه خوښوي ٠ د هيلې د سپينې ښوروا جوړونه په دي ډول ده ٠ لومړي د يو کيلو په وزن يو ه هيلۍ چه د باندې او د ننه يي ټوله پاک شوي وي ، يوه يا دوه دانې ادرک ، برابر شين پياز ، مالګه او د سپينو مرچو پوډر تياروي ، د هيلۍ غوښه ټوټه ټوټه کوی ، ادرک او شين پياز کوچيني کوچيني ټوټه کوي ٠ بيا په ديګ کې اوبه اچوي چه اندازه يي د هيلۍ د غوښی د پاسه وي ، په عين وخت کې ادرک او شين پياز پکې اچول کيږي ، ديګ د اور د پاسه کيږدۍ، کله چه اوبه جوش شي ، اور نرم کړي ترڅو د هيلۍ غوښه نرمه او پخه شي ٠ د خوړلو نه د مخه برابره مالګه او د سپينو مرچو پوډر پکې واچوي ، په دي ډول نوموړي خواړه تياريږي ٠