د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند او پاکستان مامورين د اګيسټ په ٦ نيټه ماښام په نوی ديلی کی په ذروی مسئله کی د باهمی اعتماد د تدبيرونو د نيولو په هکله موافقی ته ورسيدل چه دواړه هيوادونه به د بالستيک توغندی د ازموينی د پيل نه مخکی مقابلی خوا ته خبرداری ورکړی او د سپټمبر له مياشتی څخه به د ذروی امنيت د تامين په هکله د دواړو هيوادونو د خارجه وزارت د مرستيال په درجه د اړوندو مامورينو ترمنځ د تيلفون تود لاين جوړشی .
د کتوونکو په قول ، د نوموړی موافقتنامی لاسليک به د هند او پاکستان ترمنځ د هغه سوله ايز بهير د ګړندی کيدو لپاره ګټور وی کوم چه په ٢٠٠٣ کال کی پيل شو .