<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-07 16:03:35    
څوک لومړی د شمالی قطب نقطی ته رسيدلی و؟

cri

د امريکی د بحری قواوو يو انجنير چی پيری نوميده ، د شل ګلنو کوښښونو له لاری د شمالی قطب نقطی ته ورسيد٠ مګر کله چی هغه د ١٩٠٩ کال د سپتمبر په پنځمه نيټه په خوشحالی سره بيرته نيويارک ته راستون شو، په حيرانتيا سره دا خبر واخيست چی يو کال دمخه کوک شمالی قطب ته رسيدلی و٠ دا خبر د پيری دپاره لکه په شين اسمان کی تندر غوړيده٠ کله چی پيری نيويارک ته د بيرته ستنيدو په لاره کی د نيويارک د هيرالد تريبون ورځپاڼی ته ناڅاپه د کوک په نامه د يوه امريکايی ډاکتر له خوا مخابره شوی تلګراف ورسيد او په کی وليکل شو چی هغه يو کال نه د مخه يعنی د ١٩٠٨ کال د اپريل په يو ويشتمه نيټه شمالی قطب ته رسيدلی و ٠ پيری د سپتمبر په اته نيټه د يوی اعلاميی په ترڅ کی وويل چی د کوک خبره بالکل د خلکو د غولولو دپاره درواغ دی٠ له دی نه وروسته د پيری او کوک تر منځ داسی طولانی مناقشه شروع شوه چی څوک لومړی شمالی قطب ته ورسيد ؟ د نيويارک د هيرالد تريبون ورځپاڼی د پيری ملاتړ وکړ او د نيويارک تايمز ورځپاڼه د کوک طرفداره وه ٠ په پای کی په پارلمان کی يو سلو پنځه ديرشو تنو غړو د پيری او يوازی څلور ديرشو تنو د کوک ملاتړ وکړ ، نو په دی وجه پيری په دی مناقشه کی بری وموند او د بحری قواوو د ډګر جنرال په توګه مقرر شو ، برعکس کوک د نورو له خوا وغندل شو او حيثيت او اعتماد يی کاملا شاقط شو٠ مګر دغه مناقشه لکه يوه سپورتی لوبه د سياستمدارانو له خوا د رايی ګيری له لاری قضاوت نشوای کيدای٠ رښتيا ده چی کوک هم شمالی قطب ته رسيدلی و٠ وايی چی په ١٩٠٧ کال کی کوک د يوه

امريکايی بډايی بوريفاری په پولی مرسته له يوازنی مرستيال فرانک سره د شمالی قطب نقطی ته د سفر په لاره کی په شمالی قطب کی د اوسيدونکو اسکيمو په يوه کلی کی د ژمی د تيرولو دپاره اوسيده او د دوی مرستی يی هم لاس ته راوړلی٠ کوک او فرانک د ١٩٠٨ کال د فبروری په مياشت کی د نهو تنو اسکيمو په ملګرتيا د واورو د يوولسو ښوييدونکو دړو په سپرلو چی د يو سلو درو سپيو له خوا يو زرو اتو شوه څوارلس کيلو ګرامه مالونه وکشول شول ، شمالی خوا ته حرکت وکړ او د اپريل په يوويشتمه نيټه د دوی په اټکل هغه ځای ته چی د شمالی عرض البلد له نهه اتيا درجو او شپږ څلويښتو ثانيو سره برابر دی، ورسيد او يوازی د څليرويشتو ساعتو د لنډ توقف نه وروسته يی د ستنيدو په لاره پيل وکړ ٠ خو دوی يو کال نه وروسته يعنی د ١٩٠٩ کال د اپريل په يوويشتمه نيټه په عام ميدان کی حاضر وو ٠ سوال دا دی چی دوی په دی يو کال کی چيرته وو ؟ د کوک په قول دوی په يوه ډبرينه کوټه کی د ژمی يخنی تيره کړه ٠ خو دغه قول د زياتو کسانو له خوا شکمن شو٠ همدا شان دا هم د حقيقت نه ليری دی چی د پيری په قول هغه په يخ باندی هره ورځ اوه اعشاريه اته کيلو متره لاره وهلی ده، خو دغه سرعت په ١٩٨٦ کال د يوه امريکايی تحقيقاتی ګروپ له خوا رد شو ځکه چی دوی د پيری د تګلاری سره سم هره ورځ فقط دری نيم کيلو متره لاره وهلی شوی٠ نو ويل کيږی څوک چی لومړی د شمالی قطب نقطی ته رسيدلی و، ښايی پيری او ښايی کوک و ، ښايی چی دوی دواړه دغه ځای ته نه و رسيدلی ولی چی په هغه وخت کی د دوی له خوا وړل شوی د اندازه ګيری وسايل ډير ساده وو ، نو امکان شته چی دوی دواړه د شمالی قطب نقطی ته نژدی ځای ته رسيدلی وو٠ تاريخ هم داسی دی چی ډير زيات شکوک د خلکو دپاره پاتی دی څو چی دوی يو د بل سره مناقشی وکړی٠