<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-07 17:32:17    
د شورا اوومه او دولسمه دوره (١)

cri

دا دوه پارلمانی دوری د فکر د ازادۍ او د ديموکراسۍ د ځينو مظاهرو په لحاظ يو له بله شباهت لری چه بايد مشترک او متمايز اړخونه يی لږ څه وڅيړو .

د هغې دورې له شورع کيدو سره هم يو ذو ازادی جريدې چه چا به ملی او چا به شخصی بللې راووتلې ، لکه : انګار ، ندای خلق ، وطن اولس ...او په دی دوره کی هم ځينی جريدې ، لکه پيام امروز ، افغان ملت ، خلق ...يو پهبل پيی خيرې شوې . په هغو جريدو کی هم دځينو عمر لنډو چه ډير دوام يی ونه کړی شو ، مګر د دې جريدو عمر له هغو نه هم لږو چه ځينې دخلقو د ډير ناوده هرکلی په اثر او ځينی د ډيرې سړی وضع په وجه ډير ژر له منځه لاړې ، او يوازی افغان ملت وکولی شو چه تراوسه پوری ( خدای دی له بدو سترګو وساتی ) ځان وساتی . ښايی چه دغه د عمر لږوالی او ډيروالی ، د دی حکومت او دهغه حکومت د تحمل او حوصلې په اندازه وی . يا دا چه وايی پخوا دخلکو عمرونه ، لکه د نوح ( ع ) ډير زيات وو او پس له هغه وار د هر چا او دهر څه بحث په همدې ځای پريږدم ، ځکه چه په دی مقاله کی اصلی مقصد د دی وخت او دهغه وخت په غير سرکاری جرايدو باندی بحث نه دی ، لکه د شورا په دغه دوره او هغه دوره او په دغه حکومت او هغه حکومت يوه لنډه تبصره ده .

په اوومه دوره کی والاحضرت سردارشاه محمود خان غازی ( خدای دی وبخښی ) د صدارت په مسند ناست و او په دولسمه دوره کی ښاغلی محترمحمد هاشم خان ميوندوال د هغه په ځای کښېناست . څنګه چه ميوندوال صاحب د نرم طبيعت او متواضع وضع خاوند دی ، محوم والاحضرت هم سره له لوړ نظامی او فاتحانه حيثيته ، چه د وطن د نجات او استقلال په معرکو کی يی ستر خدمتونه سرته وسولی وو بيا هم متواضع او مهربانه شخصيت و چه له خلکو سره يی ډير ښه سلوک درلود .

په هغه وخت کی ديموکراسی يوازی د دغه مرحوم په شخصی سلوک او اراده استناد درلود او پهدی دروه کی لکه اساسی قانون يوه لويه ملی وثيقه هم په لاس کی لری چه دا پخپله ډير لوی فرق دی ، مګر له دغه ښکاره توپير سره دا فرق هم موجود دی چه په هغه وخت کی د ديموکراسی پالنه او روزنه حکومت خپل ابتکار او خپله کارنامه ګڼله او اوس دغه حکومت له ديموکراسی سره دغه راز علاقه او رابطه نه لری ، بلکه له يو مشکل او انجام شوی کار سره مواجه کيدل يی ګڼی .

د دولسمی دورې اولسی جرګه د اوومې دورې له ملی شورا نه د اخلاقی جرءت او د فکر ونظر د ازادانه اظهار په لحاظ زياته نه وی کمه خو هيڅکله نه ده . په دی دوره کی هم ډير زړه وربی پروا وکيلان شته چه په حکومت باندی واضح او صريح انتقادونه کولی شی او د چا له هيڅ راز تاثير لاندی نه راځی ، لکه چه په هغه دوره کی هم ايمانداره او باشخصيته کسان موجود وو چه د حق ويلو جرءت او شهامت يی درلود . دا بيله خبره ده چه دا وخت او هغه وخت ډير فرق لری . لکه چه پهدی دوره کی ښی لاس او کيڼ لاس خلک شته . په هغه دوره کی هم دوه متباين جمهيتونه موجود وو او همدغسی مجادله روانه وه . د دی مجادلې او د هغې فرق دا دی چه هغه وخت د استدلال او منطق برخه زياته وه او اوس د مټو زور او شرو شور ډير کار کوی .

په دی دوره کی د سوال د استيضاح غونډو ، چه د اسلاسی قانون په اساسی انعقاد مومی ، دی دروې ته خاص امتياز ورکړی او د اوريدونکو ګڼه ګوڼه يی ډيره زياته کړې ده . همدارنګه د اعتماد د رايې اخيستلو چه د حکومت د تشکيل د پاره د اساسی قانون له مخی يو اساسی شرط ګڼل شوی دغې دورې ته يی لوی اهميت وربخښلی دی .