<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-08 16:51:54    
د تصديوترمنځ همکاری د چين د هونان په ولايت کی د اقتصادی انکشاف د چټکتيا سبب دی

cri

د وروستيو کلونو نه راهيسی ،چين د اقتصاد د چټک او ثابت انکشاف د ساتلو په عين وخت کی هم د ګرد هيواد د اقتصاد برابر انکشاف ته زياته پاملرنه اړولی ده .د چين د اقتصاد په هکله په نننی پروګرام کی به مونږ د چين د منځنی ولايت هونان ته توجه ور وکړو او وګورو چی محلی حکومت څنګه د تصديو ترمنځ د همکاری د پرمخبيولو له لاری د يو بل د کمبود د پوره کولو او د ګډ انکشاف هدف تر سره کړی دی.

د هونان ولايت شمال د چين د لومړنی اوږد سيند يانګ چی سيند ته نژدی دی او جنوب يی ساحلی ولايت ګوانګ دونګ ته نژدی او د ختيځو ساحلی سيمو او د منځنيو ا لويديځو سيمو ترمنځ مهمه لاره او ترانسپورتی مرکز دی .

مګر د زياتو کلونو نه راهيسی د لوی زراعتی ولايت په حيث د دی ولايت د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت د هيواد له ٣٠ ولايتونو نه څه د پاسه لسم مقام نيولی دی .د خپل اقتصاد د انکشاف دپاره هو نان ولايت هغه ستراتيجيکی هدف وړاندی کړی دی چی د علودانو د توليديی اندازی د ثابتوالی په عين وخت کی د صنعتی کيدو ،ښاری کيدو بهير چټک شی او د اقتصاد د انکشاف طريقی بدلی شی .د هونان ولايت والی ښاغلی جو بوهوا د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چی (اواز....................)د زراعتی ولايت او د ډير نفوس لرونکی ولايت په توګه ،که هو نان وغواړی چی قوی اقتصادی ولايت اباد کړی .نو هرو مرو به د صنعتی کيدو له لاری د کرنی د عصری کيدو او د ښاری کيدو جريان پرمخ ولاړ شی .

د صنعت د انکشاف په برخه کی د هونان ولايت په وړاندی لومړی مسئله دا ده چی څنګه وروستی صنعتی ترتيبات بدل شی ؟په هو نان کی د څو زرو دولتی تصديو نه غښتلی منځنی او لوی تصدۍ يوازی د يو په دريمی برخی نه کمی دی .د دی حالت په مقابل کی نوموړی ولايت هغه تصور وړاندی کړ چی د تصديو د يو ځای کيدو له لاری يو د بل کمبود ليری او ګډ انکشاف تر سره شی .د دی ولايت په مرکز چانګ شا ښار کی د نوموړی تصور سره سم د پويان په نامه شرکت د ځونګ ليان په نامه د ماشين ألاتو د جوړولو ګروپ له خوا واخيستل شو .

که څه هم د پويان په نامه شرکت د چين د ماشين ألاتو د جوړولو په برخه کی يو زوړ شرکت و او د جوړولو لياقت يی قوی و .مګر تخنيک يی وروسته پاتی و .د چانګ شا دماشين ألاتو د اکادمی له خوا جوړ شوی د ځونګ ليان ګروپ يوه داسی تصدی ده چی زيات شمير فنی پرسونل لری مګر توليدی لياقت يی محدد و نو دواړه تصدۍ د پرمختګ له لاره کی له خنډونو سره مخامخ شوی دی .دنوموړو تصديو ښيګڼو او اړتيا وو د دوی د پوځايښت دپاره ښه زمينه برابره کړی ده .د چانګ شا ښاروال ښاغلی ليو شيو مينګ وويل چی (اواز............................)نوموړی دوه تصدۍ ځانګړی ښيګڼی او کمبود لری .د دوی د يوځای کيدو نه وروسته يو له بل کمبود ليری کيدای شی او زياتی ګټی تر لاسه کيدای شی .

د نوموړو تصديو يوځايښت د چين د ماشين ألاتو په صنعت کی لومړی لوی ترتيبات ګڼل کيږی .د يو ځای کيدو نه وروسته د پويان په نامه ګروپ د ځونګ ليان څخه قوی تخنيکونه او پيسی تر لاسه کړی دی .په ٢٠٠٤ کال کی د نوموړی ګروپ له خا تر لاسه شوی ګټی د تيرو ١٥ کلونو د مجموعی نه زياتی شوی دی او په عين وخت کی بله تصدی ځونګ ليان د ماشين ألاتو د جوړولو په ساحه کی غښتلی لياقت تر لاسه کړی دی .تير کال د دی د تصدۍ عايدات له ٤ ملياردو ٥ سوو مليونو ژن مين بی يونو نه زيات شوی دی چی په نتيجه کی د دواړو خواوو دپاره ګډ برياليتوب تر لاسه شوی دی .

له دی نه علاوه د هو نان ولايت هم د خارجی پانګو د راجلبولو دپاره لازم تدبيرونه نيولی دی څو ځی تر خپل تصديو او بين المللی شرکتون ترمنځ همکاری پرمخ ولاړ شی .

د ٢٠٠٤ کال د دسمبر په لومړی نيټه د موټر د انجن او جنراتور اسهامی محدود شرکت د بوسچ په نامه له المانی شرکت سره چی په ګردی نړۍ کی د موټرونو د تجهيزاتو د جوړولو لومړنی لويه فابريکه ده موافقه لاسليکه کړی ده .نوموړی المانی شرکت د هونان د دی شرکت د انجن او جنراتور د جوړولو ورکشاپونه اخيستی دی ،نو په دی وجه د هونان دغه شرکت د بوسچ په نامه د المانی شرکت دپاره د پرزو د برابرولو همکار ګرځيدلی دی او د دواړو خواوو ترمنځ د همکاری نژدی روابط قايم شوی دی .

د نوموړی شرکت عمومی مدير ښاغلی ځانګ وويل چی (اواز...............................) زمونږی تخنيکونه له بوسچ نه راغلی دی نو که زمونږ شرکت له بوسچ سره سياله وکړی هرو مرو به ماتی وخوری .مګر که په چين کی د بوسچ د تخنيکونو په استعمالولو سره به زمونږ شرکت غښتليتوب ومومی .نو يقين يم چی زمونږ شرکت به ژر چټګ پرمختګ وکړی .

ګرانو دوستانو ،زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد خوشحاله اوسی.