<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-08 16:57:42    
د راډيو اختراع

cri

ګرانو اوريدونکو ، زمونږ يوافغان اوريدونکی حضرت ولی منګل د پاکستان د کرم ايجنسی د ګالی له کمپ څخه خط راليږلی او په هغه کی يی دا هيله څرګنده کړی ده چه زمونږ په خپرونه کی د راډيو ، ټي وی او داسی نورو زياتو اطلاعاتی او صنعتی وسايلو په هکله معلومات نشر کړو . مونږ به د خپل توان په اندازه د هغه نوموړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړو او د پروګرام په دی برخه کی به د راډيو په هکله څه معلومات ورکړو .

د روانی پيړۍ په لومړنيو کلونو کی د تلګراف کود نمبر د انتقال په باب د راډيويی تلګرام د اختراع کيدو نه وروسته د أواز د نقلولو تيلفون هم اختراع شو . په دی توګه خلکو فکر کاوه چه د راډيويی څپو په وسيله أواز نقل کيدای شی ، نو حتمأ به موزيک هم انتقاليدای شی او راډيويی څپی دا تفوق او غوره والی لری چه په يوه وخت کی د زياتو کسانو غوږونو ته ورسيږی ، نو په دی وجه د راډيويی ستيشن له لاری خلکو ته د پروګرام د خپرونی امکان هم رامنځ ته شو .

په ١٩٠٦ کال کی د امريکی د فيزيک پوه فيسيندين ويليام پيټ د يوی راډيويی مخابراتی ازموينی په ترڅ کی د راډيويی څپو له لاری موزيک او وينا وليږدوله او دا په نړۍ کی لومړی ځل ګڼل کيده ، په نتيجه کی په شاوخواؤ سيمو کی زياتو راډيويی سټيشنونو د پروفيسر فيسيندين راډيويی څپی ترلاسه کړی . امأ د هغو واقعی حالاتو په نظرکی نيولو سره چه عامه خلکو د راډيويی سټيشن د خاوندان کيدو امکان نه درلود ، بايد خلکو ته داسی راډيويی اخزی يعنی راډيو برابره کړای شی کوم چه دوی د هغو د اخيستلو توان ولری او په خاص ډول د غږ او أواز د اوريدو لپاره تری استفاده وکړای شی .

ابتدايی راډيو د راډيويی خپرونی د چارو په لومړنی موده کی يو ډول استعمال شوی ساده راډيو وه چه د امريکی د عالمانو دونوودی او پيکارډ لخوا اختراع شوی ده . په ١٩١٠ کال کی د راډيويی خپرونی د چارو په منځ ته راتګ سره عالمانو دونوودی او پيکارډ د راډيويی اخزی ماشين په څيړنی او جوړونی پيل وکړ او د ځينو معدنی بلورونو څخه په استفادی سره يی په ازموينو لاس پوری کړ او دا يی وموندله چه دسرپ کانی ډبره پر راډيويی څپو باندی اغيزه او رول لوبوی. که نوموړی معدنی ډبره له څو ساده پرزو سره يوځای کړای شی ، نو د راډيويی ستيشن د خپرونی پروګرام اوريدل کيدای شی .

ابتدايی راډيو د انتن په وسيله راډيويی څپی ترلاسه کوی او بيا د سمعک له لاری برقی جريان په أواز بدليږی . که څه هم د معدنی راډيو جوړښت ساده دی او بطريو ته اړتيا نه لری ، حتی د راډيو هر خوښوونکی او هر مين د هغی د نصبولو او جوړولو توان لری ، خو ددغه ډول معدنی راډيو په وسيله يوازی يوه کس تری استفاده کوله او د اوريدو کيفيت يی هم دومره ښه نه ؤ .

د روانی پيړۍ په لومړنيو کلونو کی د راډيويی خپرونی په باب تخنيکی څيړنې ډيره ترقی وموندله او مختلف اړوند قطعات او پرزې په وار سره راپيداشوی وی چه د کورنی راډيوګانو د جوړولو او استعمالولو لپاره تخنيکی او مادی شرايط برابر شول .

هغه راډيو چه د راډيويی څپی د بدلولو رول لری ، د امريکی د بريښنا د انجنير ارمسترونګ لخوا اختراع شوی ده . په ١٩٢٥کال کی ارمسترونګ د راډيويی فريکانس د بدلولو هغه طريقه رامنځ ته کړه چه د راډيويی څپی وړونکی أنی فريکانس د خپرونی د علامو د بدلون د قانون سره سم هم بدليږی . ددی طريقی له مخی په کار کی راډيويی څپی بايد ډيری لنډی وی ، نو په دی وجه يوی خاصی جوړې شوی راډيو ته اړتيا لری . خو له دی امله چه دغه ډول راډيو د راپاتی شويو راډيويی څپو د مداخلی څخه د نه ويرې او له نورو راډيويی سټيشنونو سره د نه ګډوډولو ښيګنی او غوره والی لری ، نو نه يوازی د راډيويی څپو د ترلاسه کولو په برخه کی ډير ښه رول لوبولی شی ، بلکی د استريوفونيکو علامو د خپرولو او ترلاسه کولو توان هم لری .

په لومړنيو کلونو کی د راډيوګانوعمده پرزې الکترونيکی پايپونه نه وی او اکثريت يی لوی او غټ حجم درلود او زياته بريښنا به يی مصرفوله . په ١٩٤٨کال کی د امريکی انجنير جون باردين او داسی نورو عالمانو ترانزيستور اختراع او جوړ کړ او په دی توګه د وړو راډيوګانو د جوړولو خوب ترسره شو . په ١٩٥٥ کال کی د ترانزيستورو په اړه د راډيوګانو لومړنی ډله په يوه وخت کی د امريکی او جاپان په هيوادونو کی پيداښت موندلی دی .