<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-09 16:11:31    
شپنی نجونی چيری دی ؟

cri

لږه موده دمخه د سين هوا اژانس خبريال دچين په لومړی لوی مالداری سيمه يعنی د داخلی مغوليستان په شنلی کښی د مالدارانو سره د مصاحبه کولو په لاره کښی يوه شپنه نجلۍ هم و نه ليدل ، د محلی ځای کارکونکو او خلکو وويل چه د نجونو له خوا د رمو د بيولو تاريخ ډير پخوا پای ته رسيدلی دی .

د مغول د قوم مالدار سژيندمود چه سږ کال اوه څلويښت کلن دی ، يو ځلمی ته په اشاره کولو سره خبريال ته وويل چه دغه ځلمی دده له خوا استخدام شوی شپون دی او بوخ بايل نوميږی .د سژيندمود لومړی زوی ، دوهم زوی او دوی لوڼی يی دولسوالی په منځنی ښوونځی کښی درس وايی . هغه بيا زياته کړه چه اوس زياتره مالداران په يو ثابت ځای کښی ژوند کوی ، څړ ځايونه يی هم د اوسپنيزی کټاری په واسطه محاصره شوی دی ، عايدات يی هم د پخوا په نسبت هم زيات شوی دی ، ما يو شپون استخدام کړی او هغه څه د پاسه دوه سوه پسونه بيولی دی ، زمونږ په کور کښی بشری قوه کافی ده ، نو ځکه اولادونه مو په مکتبونه کښی درس وايی ، ځکه چه درس ويل ددوی دپاره ډير ګټور دی .

زيات مالداران د سژيندمود په شان شپانه استخداموی او غواړی چه اولادونه يی په مدرسو کښی درس ووايی . نه ويشت کلنه ميرمن اودنګاوه چه د سژيندمود ګاونډی ده ، په چينی ژبه خبريال ته وويل چه زما په شان داسی ښځی د رمو د بيولو لږی تجربی لری ، اوس کم عمر لرونکی شپنی نجونی نه ليدل کيږی .هغه

له منځنی ښوونځی څخه د فارغيدو نه وروسته د ناروغۍ له کبله د خپل درس څخه

لاس واخيست ، که داسی نه وی، هغه به دخپلو همصفانو په شان په ښوونځی او پوهنتون کښی درس ووايی. اوس هغه يو اوه کلن زوی لری او په خپل کور کښی څه د پاسه څلور سوه پسونه لری او يو شپون يی هم استخدام کړی دی .

د هولونبير ښار د نوی بالفو دولسوالی د حلرون دعلاقه دارۍ د ګوندی کميټی دمنشی مرستيال بای شو ګوانګ وويل چه اوس مالداران د خپلو اولادونو پوهنی ته په ډيره درنه سترګه ګوری ددغی علاقۀ دارۍ په يو رزو دری سوه تنه کښی په سلو کښی سل هغه ماشومان چه تعليمی سن ته رسيدلی دی ، په مکتبونو کښی درس وايی . که څه هم بی پايه شينلۍ له مکتبونو څخه ليری فاصله لری ، تعليمی لګښتونه هم نسبتا زيات دی ، خو خلک لا هم په خوشحالۍ سره په د ی برخه کښی پانګی اچوی ،زياتو ښځو مکتبونو ته په نژديو ځايونو کښی کوټی په اجاره اخيستی او د خپلو اولادونو په ملګرتيا يی يو ځای درس لولی .

دداخلی مغوليستان دخودمختاری سيمی دزراعتی او مالداری چارو داداری مرستيال ځای سيو دا نظريه لری چه له مالداری چارو څخه د شپنو نجونو وتل په مالدراری سيمه کښی د توليدی قوی د ازادۍ او د ښځو د مقام د لوړتيا ښکاره نښه نښانه ده . هغه وويل چه د کوچيايی په پخوانی ژوند کښی ښځی تل دکورنۍ عمده بشری قوه وه ، دوی د کورنۍ غړو د ژوند د پاملرنی نه پرته د رمو په بيولو، د شيدو لوشلو او داسی نورو کارونو هم بوختی وی او نارينه وو به عموما يوازی د ښکار او داسی نور کارونه کول .

هغه بيا زياته کړه چه په وروستيو لسو ګونو کلونو کښی مالدارانو ګام په ګام

نسبتا عصری توليدی وسايل په خپل لاس کښی نيولی دی ، دوی د دوربين او

موټر سايکل په واسطه د پسونو د رمی پاملرنه کوی او د برقی ماشين په واسطه د پسو ويښتان قيچی کوی .، په دی ډول توليدی قوه ډيره عصری شوی ده ، دنارينه و او ښځو تر منځ د مساوات په باب تر نوی ټولنيز نظام لاندی ښځی د پوهنی د منلو او د ډول ډول کارونو د اجرا کولو مشابه حق حقوق لری ، نو ځکه شپنو نجونو د پسو چرمی تسمه پري ايښی دی او دا د وخت غوښتنه ده ، يو حتمی کار دی .

خبريال خبراخيستی دی چه د ١٩٩٨ کال نه راهيسی په داخلی مغوليستان کښی په ښوونځيو کښی دهغو ماشومانو دشامليدو ميزان په سلو کښی اته نوی ته رسيدلۍ کوم چه تعليمی سن ته رسيدلی دی ، اوس په مالداری سيمه کښی د ملکی اوسيدونکو اولادونه هم په پر له پسی ډول ښارونو ته ځی او هلته درس وايی او يا کار کوی . په ځينو ځايونو کښی پخوانی شپنی نجونی حتی د منځنيو او لومړنيو ښونځيو ښوونکی او په اساسی يونټونو کښی عمده کارکوونکی ګرځيدلی دی .

د زياتو خلکو په نظر په مالداری سيموکی د شپنو نجونود کمښت څخه څرګنديږی چه اوس په بی پايه څړ ځايونو کښی بی ساری تحولات را منځ ته شوی دی .