<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-09 17:16:33    
د المپيک د فعاليتونو سيستمونه

cri

د المپيک نهضت د المپيک د مفکورې تر لارښوونې لاندی او د هغو اړوندو مراسيمو په شمول په بين المللی ساحه کی يو ټولنيز غورځنګ دی چی په هرو څلورو کلونو کی يو ځل جوړيږی. دغه غورځنګ د سپورتی لوبو د سيستم، د المپيک د مفکوری د سيستم او د المپيک د بين المللی کميټې، د بيلا بيلو لوبو د اتحاديو او د مختلفو هېوادونو د اولمپيک د کميټو په شمول تشکيلاتی سيستم څخه عبارت دی.
کاوبرتين د المپيک د بين المللی کميټې موسس وګرځيد.
په ١٨٨٩ کال کی کاوبرتين د فرانسې په نماينده ګی د امريکې د بوستن په ښار کی د سپورتی تمرين په بين المللی غونډه کی برخه واخيسته او د نړيوالو سپورتی اوضاعو په هکله يی زيات معلومات تر لاسه کړل. د هغه په نظر په تېره زمانه کی سپورت او ورزش د بين المللی کېدو په لور پرمختګ وکړ او بايد د لرغونی يونان له سپورتی تجربو، عنعناتو او اغېزو څخه په استفادې سره بين المللی سپورتی فعاليتونه پرمخ بوتلل شی، نو هغه وغوښتل چی د اولمپيک سپورتی لوبې اعاده او احيا کړی. د ١٨٩٤ کال د جون په شپاړسمه نيټه د کاوبرتين د پيشنهاد سره سم د اولمپيک د غورځنګ د احيا کولو دپاره يوه غونډه جوړه شوه. په دې توګه بالاخره د اولمپيک د سپورتی لوبې حياتی قوه بيا ژوندی او د انسانانو په مدنی تاريخ کی يوه نوی پاڼه واړول شوه.
د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو د اعاده کېدو نښه
د ١٨٩٤ کال د جون په شپاړسمه نيټه د پاريس د پوهنتون په يوه تالار کی د فرانسې، بريتانيې، امريکې، يونان، روسيې، ايتاليې، بلجيم، سويس او هالند په شمول له دوولسو هېوادونو څخه راغلی نماينده ګان راغونډ شول او د بين المللی سپورت او ورزش يوه غونډه يی جوړه کړه. په دغه غونډه کی چی د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو د اعاده کېدو يوه مهمه نښه بلل شوی ده،د اولمپيک د سپورتی لوبو د اعاده کېدو په هکله د کاوبرتين له خوا وړاندی شوی پيشهاد تصويب شو او موافقه وشوه چی په هر څلورو کلونو کی د اولمپيک د يوې دورې سپورتی لوبې جوړې او يوه دايمی کميټه رامنځته شی او نوموړی کميټه چی د اولمپيک د کميټې په نوم ولوموله شوه. په نوموړی غونډه کی هم فيصله وشوه چی د اولمپيک لومړنی سپورتی لوبې په ١٨٩٦ کال کی د يونان په پلازمېنه اتن کی جوړې شی.
په مسابقه کی د لوبغاړو د برخه اخيستنې شرايط
که چيری لوبغاړی وغواړی چی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی برخه واخلی، نو بايد داسی اساسی غوښتنې پوره کړی: د لوبغاړو هېوادونه بايد د اولمپيک د بين المللی کميټې غړي وي، لوبغاړي بايد د اولمپيک د بين المللی کميټې له خوا د ټاکل شوی منشور او د مختلفو سپورتی پروګرامونو د سازمانونو له خوا د ټاکل شويو هغو قاعدو مراعات وکړی کوم چی د اولمپيک د بين المللی کميټې له خوا منل شوی دی. علاوه پر دی که چيری يو لوبغاړی په عين وخت کی د دوو هېوادونو يا د لا زياتو هېوادونو تابعيتونه لري، نو هغه يوازی د خپلی ادارې سره سم د يوه هېواد په نماينده ګی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی برخه اخيستی شی.
حکمان
د مختلفو سپورتی پروګرامونو سازمانونه د اولمپيک د سپورتی لوبو نه مخکی د مختلفو هېوادونو بين المللی حکمانو ته بلنه ورکوی چی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی برخه واخلی او د اولمپيک د سپورتی لوبو تشکيلاتی کميټه بلنه ورکوونکی حکمانو ته يو شمېر لازمی پيسې ورکوی. د سپورتی لوبو په موده کی نوموړی حکمان د اولمپيک په کلی کی نه اوسېږی او د خپلو سپورتی پروګرامونو سره سم په جلا جلا توګه په مختلفو هوټلونو کی اوسېږی. دوی په يوه ځانګړی کارت سره سپورتی جمنازيمونو ته ننوځی، خو د المپيک کلی ته د ننوتلو اجازه نه شته.