د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند او پاکستان استازيو د اګيسټ په ٩ نيټه په نوی ډيلی کی د خپل منځی اقتصادی او تجارتی همکاری په هکله په دوه ورځنی خبرواترو پيل وکړ او مقصد يی په اقتصادی او تجارتی ساحه کی د دواړو هيوادونو ترمنځ د مخ په نژدي کيدونکو روابطو پياوړی کول دی .
د تيرکال د اګيسټ په مياشت کی هند او پاکستان په اسلام اباد کی د هراړخيز ديالوګ په بهير کی د اقتصادی او تجارتی همکاری په هکله لومړنی خبری اتری کړی وی . د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادی او تجارتی روابطو له ٢٠٠٤ نه تر ٢٠٠٥ کاله پوری په موده کی ډيره چټکتيا وموندله او ددواړو خواؤ تجارتی حجم يی په سلو کی ٧٦ زيات شو او شپږو سوو مليونو امريکايي ډالرو ته ورسيد .