د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان د مطبوعاتی ذرايعو د نهمی نيټې د خبر سره سم سره له دی چه د افغانستان لومړنی پارلمانی انتخابات د پيسو د کموالی له مشکلاتو سره مخامخ کيږی . خو د ملګرو ملتونو مرسته کوونکی هيات په ټاکلی وخت کی د نوموړو انتخاباتو د پرځای کيدو په باب خوشبين دی .
د خبر له مخی ،. د م م د مرسته کوونکی هيات نطاقی د اګيست په ٨ نيټه وويل ، د ځينو هيوادونو مرسته کوونکی پيسی زياتی شوی ، نو د نوموړو انتخاباتو لپاره د پيسو په برخه کی مشکلات هم کم شوی دی . هغی باور څرګند کړ چه د امدادی پيسو په راغونډيدو سره امکان شته چه د افغانستان د پارلمانی انتخابات په ټاکلی وخت کی پرځای شی .
نوموړی انتخابات د څو علتونو له امله د دوو ځلو لپاره ځنډيدلی او بالاخره ټاکله شوی ده چه د راتلونکی سپټمبر په اتلسمه نيټه به اجرا شی .