<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-10 17:28:04    
د جاپاني تيري کوونکي فوځ کيمياوي وسلې او چين ته رسول شوي زيانونه

cri

د دوهمي عمومي جګړې په دوره کې جاپاني تيري کونکي فوځ په چين کې کيمياوي جګړه رامنځته کړې وه او په دي بهير کې چينايانو ته يي سخت غمونه او کړاونه رسولي ؤ ٠ خو له دي نه لا زياته بد مرغه خبره دا ده چه د نوموړي جګړي نه وروسته په چين کې د چاپاني تيري کونکو فوځ له خوا پريښودل شوي کيمياوي وسلو بيا هم چينايانو ته سخت ضرر رسولي دي ٠

سپين ږيري ښاغلي لي چنګ سيان د چين د شمالي خوا د حه بي ولايت د بي لي په کلي کې اوسيږي ٠ د درو شپيتو کالو نه دمخه يوه ورځ دده د کورني څلور تنه غړي او زيات شمير کليوالان د جاپاني تيري کونکو فوځونو له خوا په ايستل شوي زهر لرونکي ګاز کې مسموم او مړه شول ٠ د دغې غمجنې پيښې د يادولو په وخت کې هغه خبريال ته وويل چه په هغه وخت کې يوه ورځ سهار وختي جاپاني تيري کونکي فوځ زمونږ کلي ته داخل شو او سختې ډزې يي وکړې کليوال له خوب نه په وارخطايي توګه ژر کيندل شوي تونل ته ته داخل او ځانونه يي پټ کړل ٠ هغه وويل چه په دي وخت کې تيري کونکو عسکرو تونل ته د داخليدو خوله پيدا کړه او زهر لرونکي ګاز يي په تونل کې خپور کړ چه په نتيجه کې زما د خوندو او وروڼو په ګډون د کليو څه د پاسه اته سوه کليوالان په کيمياوي ګاز کې د مسموميت په اثر مړه شول ٠

د چين د اجتماعي علومو د اکاډمې پروفيسر بو پينګ چه د اوږدي مودي نه راهيسي په چين کې د جاپاني تيري کونکي فوځ له خوا د رامنځته شوي کيمياوي جګړي په هکله اړونده څيړنه کوي ، وويل چه د ١٩٣٩ کال نه د دوهمي عمومي جګړې تر پاي ته رسيدو پوري جاپاني تيري کونکي فوځ په جګړه کې له زياتو کيمياوي وسلو څخه کار اخيستي دي ٠ د نا مکملې احصايي له مخې جاپاني تيري کونکي فوځ د چيني اردو په نسبت څه د پاسه دوه زره کيميا وي وسلې استعمالې کړي دي ٠ هغه وويل چه په چين کې د جاپاني تيري کونکي فوځ د کيمياوي وسلو د استعماليدو په اثر چينايانو ته رسول شوي زيانونه ډير سخت دي ٠ د دوهمي عمومي جګړې دپاي ته رسيدو نه وروسته د چينايانو له پاره د جاپاني تيري کونکي فوځ د کيمياوي وسلو ګواښ لا تر اوسه نه دي له منځه تللي ٠ د١٩٧٤ کال د مني په يوه ورځ کې د چين د هي لونګ جيان په ولايت کې د سيند د لاندنې اضافي خاورې د پاکولو د اړوند کار د تر سره کيدو په وخت کې کار کوونکي لي چن او دده نورو ملګرو د کار په وخت کې د اوبو واټر پمپ ناڅاپه بند شو او يوه بدمرغه پيښه په همدي وخت رامنځته شوه ، ښاغلي لي چن د دغه حالت د يادولو په وخت کې وويل چه په هغه وخت کې کله چه د اوبو واټر پمپ له اوبو نه وايستله شوه ، يو ډول سخت بوي رامنځته شو او ور سره ډيرې زياتې تور رنګه اوبه هم راپورته شوي ٠ لږه موده وروسته مو د سترګو اوښکې جاري شوي ، سر مي ګرځيد او زړه مي ډير نا قراره شو ٠ له دي نه وروسته د پلټنې نه وروسته نوموړي اوبه يو ډول کيمياوي زهر دي ٠ دغه ډول زهر په مستقيم ډول د انسان پوستکې ته سخت ضرر رسولي شي او دانسان د پوستکې ، سترګو او تنفس له لارې د انسان ټول بدن مسمومولي شي ٠ که څه هم ښاعلي لي چن د يو وخت له پاره په روغتون کې تر علاج لاندې ؤ ، مګر تر اوسه پوري د مسموميت له امله راپاتي شوي اغيزه لرونکي ناروغۍ ور ته کله کله پيښيږي ، لکه کله کله يي تنفس مشکل وي او په خوله کې وينه ليدل کيږي او داسي نور ٠ يوه بله سخته پيښه د ٢٠٠٣ کال د اګيست په څلورمه نيټه د چين د شمال ختيځي خوا د چي چي هار په ښار کې رامنځته شوه ٠ په هغه وخت کې ددي ښار په يو ساختماني محل کې کارکونکو له مځکې نه پنځه فلزي ټبونه رواستل او له نوموړو ټبونو نه کيمياوي ګاز بهر ته خپور شو چه په نتيجه کې څلور څلويښت تنه مسموم او يو تن مړ شو ٠ دغه پيښه دچين دخلکو او حکومت د سختې کرکې او قهر سبب شوه ٠د جاپان د حکومت سره د چين د حکومت د څو څو ځلو تماسونو له لارې د جاپاني حکومت له خوا د جبران په توګه دري سوه مليونه جاپاني يوانه نوموړو مصيبت ځپلو چيني اوسيدونکو ته ور کړل شول ٠ ښاغلي وانګ چن چه په نوموړي پيښه کې سخت ټپي شوي ؤ، خبريال ته وويل چه که څه هم پيسي مي تر لاسه کړې، خو زړه مي ښه نه دي ، ځکه د زهرو ناوړه اغيزه د تل له پاره په زړه کې پاتي ده ٠ ميرمن نيو هاي انګ چه د نوموړي پيښي يو بله قرباني ده ، خبريال ته وويل چه مونږ هيله لرو چه جاپان ژر تر ژره په تيري کونکي جګړه کې د دوي له خوا پريښودل شوي کيمياوي وسلې له منځه يوسي او د چين خلکو ته د ژوند يو ارام چايريال برابر کړي ٠