<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-10 17:39:51    
تبتي طب او دارودرمل

cri

 

د عصري علمي او تخنيکي پرمختګ د چټکتيا سره سم د انسانانو په طبي تاريخ کي څلور مشهور طبي سيستمونه چه د چين د عنعنوي طب ، تبتي طب ، هندي طب او عربي طب څخه شميرل کيږي ، يوازي د چين عنعنوي طب او تبتي طب په بشپړه توګه ساتل شوي او د ناروغيو د علاج او د خلکو د روغتيا د پياوړتيا دپاره لاهم ستر رول لوبوي .

د تبت د تبتي طب پوهنځی د تبت د خودمختارې سيمې د مرکز لاسا ښار په اطرافو کي واقع دی او د درس ، دفتر او کلينيک ودانۍ يي ټول تبتي ساختماني شکل لري . د پوهنځي د دروازې په وړاندي د تبتي طب موسس يون دان ګون بو مجسمه ولاړه ده . ددې پوهنځي د رييس مرستيال چيلايوانجي خبريال ته وويل (أواز) تبتي طب او دارو درملونه د تبتي قوم د کلتور څخه يوه مهمه برخه ده او د دوو زرو اتو سوو کالو د پرمختګ په بهير کي يي د چين د عنعنوي طب او د لرغوني هند د طب ګټورې تجربې لاس ته راوړي دي چه د تبت په لوړه کي د طب ځانګړي سيستم رامنځته شو

نن ورځ چه عصري طب ډيره ترقۍ موندلی ده ، تبتيان لا هم تبتي ډاکترانو ته ځي ځکه چه تبتي طب يو بشپړ او ځانګړي معالجوي سيستم لري او درملونه يي د هغو طبي بوټو يا موادو څخه جوړ شويدي چه هيڅ ککړ نه دي .

ښاغلي چيلايوانجي وويل (أواز) د حکومت تر مرستې لاندي د تبتي طب پوهنځي دوولس کاله دمخه جوړ شو او له زرو تنو نه زيات تبتي طب ډاکتران وروزل شول . اوس اوه سوه تنه محصلين پکي درس لولي . علاوه پردې د پوهنځي تر رياست لاندي

يو علمي مرکز او د تبتي درملونو د جوړولو فابريکه هم شته او د قندد ناروغۍ د علاج دپاره څليرويشت ډولونه مخصوص او دوه سوه ډولونه معمولي درملونه پکي توليديږي . دغه راز نوموړي پوهنځي د نورو هيوادونو د علمي سازمانونو او عالي مدرسو سره اړيکي هم لري .

خبريال وليدل چه د تبت د شان نان سيمي په يوه تبتي روغتون کي ناروغ لانجڅژن چه د وينو فشار يي لوړ دی ، تر علاج لاندي دی . د روغتون رييس ګسانپينڅون چه د تبتي طب د مستري درجه يي تر لاسه کړيده ، وويل چه لانجڅژن د درو اوونيو د علاج نه وروسته څه نا څه جوړ شو چه د وينو فشار يي ثابت شويدي .

لانجڅژن وويل (أواز) رييس ګسانپينڅون ښه ډاکتر دی او هره ورځ د ناروغانو د حال احوال د پوښتني دپاره راځي او د روغتون د ادارې او علاج سويه هم لوړه ده ، نو زه ډيرراضي يم .

په تبت کي ډاکتران نه يوازي د ناروغيو د علاج تجربې لري ، بلکي د درملونو د پيژندلو او جوړولو لياقت هم لري . نن ورځ تبتي درملونه په فابريکو کي جوړيږي چه له دغو فابريکو څخه ډيره مشهوره فابريکه د چي جن په نامه کارخانه ده او په دوه زره لومړي کال کي يي د نورو سلو فابريکو څخه لومړي د درملونو د بين المللي معيار تصديق نامه تر لاسه کړيده . د نوموړي فابريکي رييس څايژاجاسي وويل (أواز) زمونږ غوره کيفيت لرونکي درملونه د عنعنوي طبي تجربو او عصري تخنيکو ترمنځ د يوځايښت برياليتوب دی ځکه چه د نسخو د پيژندلو په برخه کي عصري علمي او تخنيکي وسايل استعمال شويدي. هغه زياته کړه چه پخوا درملونه د ګولۍ په شکل کلک و او وزن يي يو د بل سره زيات توپير درلود، برسيره پردي د درملونو

د جوړولو په بهير کي د ميکروبونو شمير او د اوبو اندازه يي هم د ټاکلي اندازې نه زياته وه . خو اوس د عصري تخنيکونو په استعمالولو سره دغه مسئلې حلې شويدي.

خبريال د نوموړي فابريکي په يوه ورکشاپ کي وليدل چه کارګران د درملونو په

بست بندي بوخت دي چه د بست بندي کارونه ټول په اتوماتيک ډول تر سره کيږي . د فابريکي رييس څايژاجاسي وويل چه مونږ نه يوازي له عصري تخنيکونو څخه زياتې ګټې لاس ته راوړو ، بلکي ناروغان هم د تبت د ځانګړو درملونو د خوړلو نه وروسته ژر جوړ شي .