<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-10 17:47:23    
داوطلب محصلينی د ماشومانو سره له مرستی څخه خوښی احساسوی

cri

د چين د شانګهای په ښار کی زيات شمير محصلين د هری اونی په پای کی له رخصتی څخه په استفادی سره د معيوبينو د ماشومانو سره د زده کړی مرسته کوی ٠ نوموړی محصلين د بيلا بيلو پوهنتونو څخه راغلی او د ابادی کورنی په نامه په يو سازمان پوری اړه لری چه دوی په وړيا توګه د غريبانو او معيوبينو ماشومانو ته درس ورکوی ٠

د ټول هيواد د کانکور د فشار له امله په زياتو کورونو کی پلرونه او ميندی د خپلو اولادونو لپاره کورنی ښوونکی استخدام مومی ٠ که څه هم د بی وزلو او معيوبو ماشومان کورنی هم ښوونکو ته اړتيا لری ، خو ددوي پلرونه او ميندی کافي پيسی نه لری ٠ نو د ١٩٩٩ کال په پای کی د معيوبينو د ماشومانو سره د مرستي لپاره يوې معيوبې ښځې چه فانګ جين می نوميږی او د بدن نيمه برخه يي فلج شويده ، يو غيررسمي ښوونځی جوړکړ او ټول ښوونکی يي د فو دان په نامه د شانګهاي د مشهور پوهنتون او نورو زياتو عالي مدرسو څخه راغلي محصلين دي ٠

د معيوبينو ماشومان د روزنی سره ډير مينه لری او د نوموړی سازمان غړی ورځ په ورځ زيات شويدی ٠

اباده کورنی دا معنا لری چه د مرستی د تر لاسه کوونکی ماشومان به د لويدو نه وروسته د پوهی د تر لاسه کولو له لاری د خپل کور او وطن د ابادی لپاره خدمت وکړي ٠ تر اوسه پوری داوطلبو محصلينو ١٩ زره ځلی د معيوبينو ماشومانو ته لکچرونه ورکړی او د خدمت وختونه ئی نژدی اويا زرو ساعتونو ته رسيدلی دی ٠

زيات شمير ماشومان د مرستی په واسطه په امتحان کی ښه موفقيتونه لاس ته راوړی او اکثر ماشومان په غوره ښوونځيو کی داخل شوی ته دی ٠ د معيوبينو پلرونه او ميندی د دوی د ماشومانو د زده کړی سره د داوطلبو محصلينو د مرستی هر کلی کوی او په جلا جلا توګه ئی وويل چه د ابادی کورنی سازمان په اساسی توګه دوی ته مرستی لاس ورکړيدی ٠

د نوموړی سازمان داوطلبان نه يوازی د معيوبينو ماشومانو ته درس ورکوی ، بلکی د معيوبينو سره د مرستی په هکله زيات کارونه هم تر سره کوی ، مثلأ دوی د شانګهای ښار د معيوبينو د شپږمی دوری سپورتی لوبو او د معيوبينو سره د مرستی د ورځی د پروګرامونو په شمول په زيات فعاليتونو کی ګډون وکړ ٠ دوی هم د شانګهای د معيوبينو د کډ اتحاد او د ټولنی دپاره د اوسيدونکو په ناحيو کی د معيوبينو او د دوی د ناروغتيا د حالت په باب معلومات تر لاسه کړل ٠ د معيوبينو د غير رسمی استخدام په خاطر داوطلبانو په پرله پسی توګه په مختلفو پونتونو کی د معيوبينو د نقاشی او خطاطی اثار وپلورل او ورڅخه تر لاسه شوی پيسی ئی په پوره توګه د دوی ماشومانو ته ورکړی دی ٠

د ٢٠٠٣ کال په نوامبر کی د شانګهای د ترافيکو پوهنتون داوطلبو محصلينو د معيوبينو د ماشومانو دپاره خپل پوهنتون ته د يوی ورځنی سفر فرصت برابر کړ تر څو ماشومانو د مشهور پوهنتون کلتوری چاپريال احساس کړای شی او د سفر نه وروسته ماشومان په همداسی پوهنتونونو کی د داخليدو لپاره کوشش وکړي ٠

که چيری محصلين د کورنی ښوونکی په حيث عادی ماشومانو ته درس ورکړي ، دوی به په هر ساعت کی له څلويښت څخه تر پنځوس پوری ژن مين بی يوانه تر لاسه

کړي ٠ مګر د معيوبينو او غريبانو د ماشومانو د زده کړی لپاره دوی هيڅ پيسی نه غواړي ٠ د هوا دونګ په نامه د ښوونکو د روزنی د پوهنتون محصل جای فنګ

وويل چه د معيوبو او غريبو ماشومانو سره مرسته نه يوازی يو ډول وقف ، بلکی د داسی ماشومانو د پياوړتيا څخه نيکمرغی او خوښی احساسولای شو ٠ نو مونږ په خوښی سره د دوی سره وړيا مرسته کوو او دوی ته خپله ژوره مينه او احساس څرګندوو ٠

تر اوسه پوری د ابادی کورنی په سازمان کی نژدی پنځه زر تنه داوطلبان شته ٠ زيات مرسته تر لاسه کوونکی ماشومان غواړی چه په راتلونکی کی به هم داوطلبان وګرځي . پيشبينی کيږی چه د نوموړی سازمان غړی به ورځ په ورځ زيات شي او له نوموړو بی وزلو او معيوبو ماشومانو سره د خپلی مينی او مرستی کار ته به دوام ورکړی شي ٠