د چين د يبن المللی راډيو د خبر له مخی : د اقتصادی او تجارتی همکارۍ په باب د هند او پاکستان تر منځ د خبرو اترو دوهم پړاو د اګيست په لسمه نيټه په نوی ډيلی کی پای ته ورسيد ٠
د خبرو اترو نه وروسته په خپری شوی ګډی اعلاميی کی ويل شوی چه دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چه د ذات البينی تجارتی انکشاف د پياوړتيا لپاره به لا نور کوشش وکړي او په متقابل هيواد کی د دواړو هيوادونو د بانکونو د فرعی څانګی د جوړيدو بهير به چټک کړي او د اقتصاد او سوداګری په ساحو کی به د زياتو لارو په واسطه يو بل ته د امتيازاتو د ورکولو او يو د بل د اړتياوو د پوره کولو همکارۍ رانژدی کړي .
علاوه پر دې دواړو هيوادونه به د سږ کال د سپتمبر په مياشت کی په پاکستان کی په مداومه توګه د هوانوری چارو په باب خبری اتری وکړي او د هوايی قلمرو د خلاصولو په هکله د لاسليک شوی موافقتنامی په باب به هراړخيز بحث وکړي ٠