د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د هند او پاکستان تر منځ هر اړخيز ديالوګ چه د ٢٠٠٤ کال په سره کی يی پيل وکړ ، تر اوسه پوری ښکاره پرمختګ تر لاسه کړيدی ٠ د اقتصادی او تجارتی همکارۍ په باب دواړو هيوادونو تر منځ د خبرو اترو دوهم پړاو چه د اګيست په لسمه نيټه په نوی ډيلی کی پای ته وسيد ، واقعی موفقيتونه لاس ته راوړيدی ٠
په خبرو اترو کی هند او پاکستان له دی سره موافقه وکړه چه د دواړو هيوادونو تر منځ به د مخابراتی اسانتياوو لپاره چټک نوری کيبل جوړ کړي ، په متقابل هيواد کی د دواړو هيوادونو د بانکونو د فرعی څانګی د جوړيدو بهير به چټک کړي او په اقتصادی او تجارتی په ساحو کی به د زياتو لارو په واسطه يو بل ته د امتيازاتو د ورکولو او يو د بل د اړتياوو د پوره کولو همکارۍ رانژدی کړي . دواړه هيوادونه به د سږ کال د سپتمبر په مياشت کی په پاکستان کی په مداومه توګه د هوانوری چارو په باب خبری اتری وکړي