د چين د بين المللی راډيو دخبريال د خبر له مخی ، د پاکستان دنظامی مقاماتو وياند بريد جنرال شوکت سلطان د اګيسټ په ١١ نيټه وويل چه په همدی ورځ پاکستان په بريالی او ازمايښتی توګه د ببر په نامه يوه څارونکی توغندی وويشت .
نوموړی زياته کړه چه دغه ډول توغندی د هر عادی ګولی او ذروی ګولی د وړلو توان لری او د ٥٠٠ کيلومترو په واټن هر هدف ويشتلی شی .
په جنوبی اسيا کی پاکستان لومړنی داسی هيواد دی چه د څارونکو توغنديو په ازموينی لاس پوری کوی او پخپله د نوموړی توغندی د توليدولو توان لری .