د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز چه اوس په جاپان کی په سفر بوخت دی ، د اګيسټ په ١١ نيټه د ايچی په نړيوال نندارتون کی د چين غرفه وکتله .
د نندارې په بهير کی ښاغلی عزيز لومړی د لمری وړانګو د نجونو په نامه د موسيقی د ارکسترا لخوا غږوله شوی په زړه پوری چينی نغمه واوريدله او ورپسی يی د چين د لرغونی زمانی تاريخی اثار وکتل . صدراعظم عزيز وويل چه چين د پاکستان مهم ګاوندی هيواد دی او د دواړو هيوادونو ترمنځ دوستانه راکړی ورکړی خورا زياتی دي . هغه پخپله د څه د پاسه ٣٠ ځله چين ته سفرونه کړی او له چين سره ډيره ژوره دوستی او نيک احساسات لری .