<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-12 18:11:54    
د امپوراطوری ماڼۍ د شاوخوا سيمې د ساتلو د مقررې تصويبېدل به د بېجينګ د قديمی ښار د ساتلو دپاره ګټور وی.

cri

. د تاريخی اثارو په هکله د چين متخصيصانو وار په واره دا څرګنده کړه چی د نوموړی مقررې تطبيق به د امپراطوری ماڼۍ د تاريخی جوړښت تماميت او د چاپيريال د ساتلو دپاره زيات اهميت ولری. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته د امپراطوری ماڼۍ د شاوخوا سيمې د ساتلو د مقررې په هکله څه معلومات وړاندی کړو.

د بېجينګ امپراطوری ماڼۍ چی په ١٤٢٠ کال کی جوړې شوې او مساحت يی دوه اويا هکتاره دی، اوس په نړۍ کی د لرګيو له خوا جوړ شوی ډيری لويې او تمام لرغونی ودانی بلل کېږی او د چين څليرويشتو تنو امپراطورانو پکی ژوند کاوه. دغه امپراطوری ماڼۍ په ١٩٨٧ کال کی د م م د يونيسکو د سازمان له خوا د نړيوالو کلتوری ميراثونو په ليست کی شاملې شويدي.

د نړيوالو ميراثونو د ساتلو په هکله د مربوط تړون سره سم بايد د نړيوالو ميراثونو شاوخوا سيمې وساتل شی. د چين د تاريخی اثارو د دولتی رياست په اړه د قديمی ودانيو د متخصص ښاغلي لو جه ون په نظر، لازمه ده چی د امپراطوری ماڼۍ د شاو خوا سيمې د ساتلو په هکله مقرره تصويب شی. هغه وويل

( لومړی اواز)

نه يوازی ميراثونه، بلکه د ميراثونو شاو خوا چاپيريال دې ښه وساتل شی. په نوموړی مقرره کی د ودانيو د لوړوالي کنترول او د ځينو لارو کوڅو په هکله تنظيم د امپراطوری ماڼۍ د شاوخوا چاپيريال د ساتلو دپاره هم زيات اهميت لری، څو چی د شاو خوا سيمې چاپيريال له امپراطوری ماڼۍ سره هماهنګی وکړی.

په نوموړی مقرره کی چی تر ممکنه حده پوری د امپراطوری ماڼۍ شاوخوا چاپيريال په پوره توګه وساتل شی، ټاکل شوی چی د امپراطوری ماڼۍ په شاو خوا سيمه کی نوی ودانۍ بايد داسی غوښتنې پوره کړی چی لوړوالی يی تر نهو مترو ټيټ دی او رنګ يی بايد له امپراطوری ماڼۍ سره هماهنګی وکړی. هغه جوړې شوی ودانۍ چی له نوموړو غوښتنو سره سم نه دی شوی، مربوطې څانګې به قدم په قدم تعديل شی. په نوموړی شاو خوا سيمه کی قديمی واټونه، کڅې او ودانی به په جدی توګه وساتل شی، په تېره بيا هغه ودانۍ به د مربوطو څانګو له خوا د پخوانی څېرې په شان يو ځل بيا جوړی شی کوم چی ويجاړې شويدي.

د نړيوالو ميراثونو د ساتنې په هکله متخصيص ښاغلی شو بين فانګ تل د بيجينګ د قديمی ښار په ساتنې باندی ټينګار کوی. هغه د بيجينګ د تاريخی اثارو رياست ته د امپراطوری ماڼۍ د شاوخوا سيمې د ساتلو د مقررې په هکله خپل پيشنهاد وړاندی کړ. د هغه په نظر دغه مقرره په پوره توګه د امپراطوری ماڼۍ د کلتوری څېرې د ساتلو په برخه کی مثبت رول ولوبوی او داسی يی وويل.

(دوهم اواز)

که چيری مونږ وغواړو چی يو تاريخی او کلتوری ښار وساتو، نو بايد د قديمی ښار جوړښت ښه وساتو. د پخوانيو ودانيو ساختمانی شکل، رنګ او ونې يی ټول بايد په پوره توګه وساتل شی.د قديمی ښار پخوانی خصوصيت بايد ښه وساتل شی.

د اتلسو کالو نه مخکی امپراطوری ماڼۍ د نړيوالو ميراثونو په ليست کی شامله شوی دي او د اتلسو کالو نه وروسته د نړيوالو ميراثونو په غونډه کی چين د امپراطوری ماڼۍ د شاوخوا سيمې د ساتلو مقرره وړاندی کړه. په دې اتلسو کالو کی د بېجينګ ښاروالی د امپراطوری ماڼۍ په شاوخوا سيمه کی د تاريخی چاپيريال پر له پسی پياوړتيا دپاره کوښښ وکړ. په ١٩٩٩ کال کی د بېجينګ په قديمی ښار کی د ساتلو وړ زيات شمېر تاريخی او کلتوری سميې ټاکل شوی او په ٢٠٠٢ کال کی د قديمی ښار د ساتلو دپاره يو پلان جوړ شوی دی.

د چين د تاريخی اثارو د کميټې غړی او د تاريخی او کلتوری ښارونو د ساتلو په هکله د متخصيصانو د کميټې د رئيس مرستيال جه شيا بيان دا نظر لری چی پخوا مونږ د امپراطوری ماڼۍ د شاوخوا سيمې ساتنې ته په درنه سترګه نه دی کتلی او په دغه سيمه کی هر قسم ودانی جوړې شويدي. په راتلونکی وخت کی به مونږ نوموړی ودانۍ تعديل کړو.

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و د امپراطوری ماڼۍ د شاوخوا سيمې د ساتنې د مقررې د تصويبېدو په هکله څه معلومات. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!