<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-13 18:36:53    
د چين عنعنوي خواړه يوي بينګ او ځونګ ځه

cri

د يوي بينګ په نامه خوړه چه يو ډول دايروي کيک او د چين يو ډول عنعنوي خوراک دي ٠د چين په پخواني تاريخ کې دغه ډول خوراک سپوږمي او اسمان ته د خيرات کولو له پاره پخيدل او په نورو به ويشل کيدل ٠ د چين د عنعنوي جنترۍ له مخې د کال د جولاي ، اګيست او سپتمبر درې مياشتې د مني فصل تشکيلوي او د اګيست پنځلسمه نيټه د مني منځني وخت دي ٠ دغه ورځ د چين د عنعنوي جشن يعني د ځونګ چيو په نامه جشن ګڼل کيږي ٠ له دي امله چه په دي ورځ د لمر او سپوږمۍ ترمنځ فاصله ډيره نژدي ده ، نو د دې ورځې په شپه کې سپوږمي نه يوازي لويه او دايروي ښکاري بلکه رڼا يي هم ډيره روښانه وي ٠ نو په چين کې هر کله چه د ځونګ چيو په نامه جشن راشي ، عمومأ خلک د دې ورځې په شپه کې له کورني غړو سره يو ځاي د يوي بينګ په نامه خواړه خوري او سپوږمي سيل کوي ٠

په لومړنيو وختونو کې د يوي بينګ په نامه د خواړو جوړونه په بيلا بيلو کورنيو کې په خپله خوښه کيده او داسي يي جوړوي چه لومړي د اوړو څخه ډوډي جوړوي او د ډوډي په منځ کې بيلا بيل ميده شوي خواږه خواړه اچوي او بيا به ور څخه په يو ډول بولاني جوړوي او يعني نوموړيميده شوي خواږه خواړه د ډوډي په منځ کې راتاووي او بيا يي سره کوي ٠ د وخت په تيريدو سره اوس په چين کې د يوي بينګ د جوړيدو مهارتونه او تخنيکونه ورځ په ورځ مترقي شوي دي او قسمونه يي هم رنګا رنګ دي ٠ اوس ، د تازه او وچو ميوو ، غوښو او سبزيو څخه جوړ شوي ډول ډول يوي بينګ ډير ليدل کيږي او ډير خوندور دي ٠ د چين د بيجينګ ، سو جو او څاو جو په ښارونو او د ګوان تونګ ، او يون نان په ولايتونو کې جوړ شوي يوي بينګ ځانګړي خصوصيت لري او په ټول هيواد کې يي شهرت موندلي دي ٠ نو د هر کال د ځونګ چيو په نامه د جشن د رارسيدو په وخت کې ډير ښه بازار لري او په دي جشن کې د ښې تحفي په توګه تري استفاده کيږي ٠

ځونک ځه هم د چين يو ډول عنعنوي خواړه ده چه څو زره کلن تاريخ لري ٠ د چين د عنعنوي جنترۍ سره سم هر کال د مي پنځمه نيټه د دوان وو په نامه د جشن ورځ ده او په دي ورځ بايد د ځونګ ځه په نامه يو ډول عنعنوي خواړه خوړل کيږي او د سيندونو په دواړو غاړو کې اوسيدونکي چينايان د بيړيو د چلولو د مسابقې فعاليتونه کوي ٠ د ځونګ ځه جوړونه عمومأ په دي ډول ده چه لومړي بايد يوه اندازه چسبناکې وريجي او يو شمير د ني په نامه د يو ټول تبات پاڼې او يا د باڼسو پاڼې په دي ډول تياروي چه وريجي د يوې ورځې له پاره په اوبو کې اچوي څو چه نرمې شي ، نوموړي پاڼې هم د يو وخت له پاره په اوبو کې ږدي څو چه وچې نه شي ٠ بيا په جلا جلا توګه د درو يا څلورو نوموړو پاڼو په واسطه او په زور سره برابرې شوي وريجي په پاڼو کې تړي چه شکلونه يي د مثلث په ډول يا د څو زاويو لرونکي وي ، بيا يي په ديګ کې جوشوي ترڅو وريجي پخې شي ٠ د ځونګ ځه قسمونه هم ډير زيات دي مثلأ سپين ځونګ ځه ، د غوښې ځونګ ځه ، د سرو لوبيا ځونګ ځه او مزه يي يا خواږه او يا مالګينه وي ٠ ولي چينايان د ځونګ ځه د خوړلو سره عادت لري او دغه جشن د مي په پنځمه نيټه کې نماځل کيږي ؟ د روايت له مخې د ميلادي کال نه د مخه له ٤٧٥کال نه تر ٢٢١ کاله پوري د چين د اوو سلطنتونو د کشمکش په دوره کې د څو په نامه يو کوچيني سلطنت پکې هم ؤ٠ د دغه سلطنت يو وفادار او وطن پرست مامور چه چوي يوان نوميده ، د نورو بدو کسانو د تورونو سره مخامخ ؤ چه په نتيجه کې له خپلې دندې څخه برطرف شو او وروسته د څو په نامه سلطنت هم د نورو سلطنتونو له خوا له منځه يووړل شو ٠ چوي يوان له دي امله چه نه يي غوښتل له خپل وطن څخه جلا شي ، نو د ميلادي کال په ٢٧٨ کال کې د مي په پنځمه نيټه خان په سيند کې وغورځاوه ٠ په هغه وخت کې د دغه وطن دوست د ميني د يادونې له پاره خلکو د ځونګ ځه په نامه خواړه جوړول او بيا به يي سيند ته وغورخول ترڅو دچوي يوان مړي د کبانو له خوا ونه خوړل شي ٠ له دي نه وروسته د وخت په تيريدو سره تر اوسه پوري نوموړي عنعنوي عادت ښه ساتل شوي دي ٠ هر کال چينايان په دي ورځ کې د ځونګ ځه په نامه خواړه جوړوي او په ځينو ځايونو کې د چوي يوان د يادونې له پاره د بيړيو د چلولو فعاليتونه اجرا کوي ٠