د چين د بين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، په پاکستان کی د انګليستان سفير مارک ليال ګرنت د روانې مياشتې په ١٢ نيټه په اسلام باد کی په يوه مطبوعاتی کنفرانس کی وويل چه پاکستان د لندن له چاودنې سره هيڅ اړيکې نه لری .
هغه زياته کړه چه د لندن د چاودنې ټول مشکوک کسان د انګليستان اتباع دی . که څه هم دری تنه يی د پاکستان تابعيت لری ، خو دوی د ماشومتوب له وخت څخه په انګليستان کی روزنه او ښوونه ومنله . نو ځکه پاکستان د لندن له چاودنې سره هيڅ اړيکې نه لری او نوموړی پيښه به د دواړو هيوادونو پر روابطو باندی منفی اغيزه وانه چوی .