<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-14 17:15:25    
غوماشه او د نوبل جايزه

cri

ټولو ته معلومه ده چی غوماشه مضره حشره ده او د انسان ژوند ته ډير مشکلات رسوی٠ د ابتدايی احصايی له مخی ، د غوماشو د چچلو په اثر د ملاريا د سرايت له لاری ډير زيات کسان مړه شوی وو ٠ څرنګه چی د دی ناروغۍ د سرايت سرعت ډير چټک دی او د ناروغۍ د پيداکيدو مرحله پټه او متناوبه توده او سړه تبه راپيدا کيږی چی په نتيجه کی د زياتو سرو سلولونو د خرابولو له امله د انسان صحت ضعف او حتی مړ شی٠ د تاريخ پوهانو د څيړنو له مخی ، په پنځمه پيړۍ کی د روم امپراطوری ډيړه قوی وه ، خو د اوږدی مودی دپاره او په زياتو ساحو کی د ملاريا د خپريدو له امله دولتی قوت ضعيف شو او د جرمنی فوځ د ننوتلو نه وروسته په داسی حال کی چی د بری نمانځنه يی هم نه وه کړی، د ملاريا د سرايت د نه کنترول له امله د روم له ښار څخه ووتل ٠ د غوماشی له خوا د ملاريا د خپريدو سخت خطر د عالمانو د توجه وړ وګرزيد ٠ د ملاريا سره په سخته مبارزه کی بايد لومړی يو فرانسوی نظامی ډاکر چی لافران نوميده ، يادوو ٠ په ١٨٧٨ کال کی لافران د نظامی مقاماتو له خوا د فرانسی مستعمری الجزاير ته واستول شو څو چی په هغه هيواد کی د ملاريا د څيړنی دنده سرته ورسوی ٠ د دوو کالو د مکررو څيړنو نه وروسته هغه د ١٨٨٠ کال د نوامبر په پنځه نيټه اعلان وکړ چی ملاريا د ناروغ په سرو سلولو کی د پروتوزون په نامه د يو سلول لرونکی ژوندی موجود له امله رامنځته کيږی ٠ خو بله پوښتنه دا وه چی دغه ژوندی موجود څنګه سرو سلولو ته داخليږی او له يوه ناروغ نه بل ته انتقاليږی٠ ورپسی دغه څيړنه د انګلستان د يوه عالم له خوا سرته ورسيده٠

روس د زياتو ازموينو نه وروسته په ١٨٩٨ کال کی دغه علمی استدلال تصديق کړ چی ښځينه غوماشه د مرغه په وجود کی د ملاريا د پيدا کيدو سبب دی٠ خو دغه څيړنه يی کاميابه نه شوه چی په همدی طريقه د انسان په وجود کی ملاريا رامنځته شی٠ په ١٨٩٩ کال کی يوه ايتاليوی ډاکتر په دی تصديق کړ چی غوماشه د ملاريا ناروغ د چچلو په وخت کی د ملاريا پروتوزون هم د ناروغ د وينو سره يو ځای خپلی معدی ته څکلی او د نورو د چچلو په وخت کی يی پروتوزون د روغ وينو ته ورساوه چی په نتيجه کی روغ هم په ملاريا اخته شو ٠ د روس د ستاينی دپاره په ١٩٠٢ کال کی ور ته د نوبل فيزيولوژيکی او طبی جايزه ورکړه شوه او پنځه کاله وروسته فرانسوی نظامی ډاکتر لافران ته هم دغه جايزه ورکړه شوه ځکه چی لافران د ملاريا د څيړنی په برخه کی هم ستر خدمات سر ته رسولی وو ٠ سره له دی چی عالمانو د ملاريا د پيداکيدو علت او د غوماشی سره د دی مرض رابطه پيدا کړه ، خو په ١٩٣٠ کال کی لس مليونه تنه لاهم په دی ناروغۍ اخته شوی او دری مليونه تنه مړه شوی وو٠ له دی امله چی د سويزلند د کيميا عالم ډاکتر ميله د غوماشو د وژلو مواد اختراع کړ ، په ١٩٨٤ کال کی د نوبل جايزه يی واخيستله او د اطريش ډاکتر هم له دی کبله چی د ملاريا څخه په استفادی سره يی د جنون د علاج طريقه پيدا کړه ، په ١٩٢٧ کال کی د نوبل جايزه لاس ته راوړله ٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چی څلورو تنو عالمانو د غوماشی د څيړنی له لاری د نوبل جايزه واخيستله ٠