<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-14 17:26:12    
د شورا اوومه او دولسمه دوره (٢)

cri

په اوومه دوره کی ملی شورا حکومت ته څو مهمې مطالبې وړاندی کړی چه د ملت په عمومی اوضاعو او احوالو يی ډير لوی تاثير درلود ، لکه د غلې د اجباری خريدارۍ منع کول ، يا د بيګارونو مخنيوۍ او داسی نور چه هم يی د حکومت لپاره قبلول ډير مشکل کار معلوميده او هم يی دملت د پاره تحمل زښت ډير ګران و . په هغه وخت کی د غلې خبريداری پهعمومی ډول په ولاياتو باندی په ډير نازل قيمت تحمليده چه دحقيقی قيمت او رسمی قيمت تفاوت کله کله په ځينو ځايو کی په منه کی شل يا پنځه ويشت افغانی وی . راز راز بيګارونه هم د خلکو په اوږو يو مستقيم دروند بار و چه ټول يی له حده زيات ستړی کړی وو . هر کله چه ملی شورا د دغسی درنو پېټو د ليری کولو کوشش کاوه او له حکومت سره په مجادله اخته وه ، نو خلکو ته يی حياتی ارزښت درلود ، مګر تراسه پوری دغې دورې په دغسی مهمو ټګو ګوته نه ده ايښی چه عمومی افکار په ډير قوت ځان ته راجلب کړی .

په دی دوره کی نسبتا يوه درنه اومهمه خبره چه اولسی جرګی وخوځله ، هغه د دولتی ادارو او موسسو د موټرو کمول دی چه تراوسه يی عملی تاثير نه دی څرګند شوی او پخوا له عملی کيدلو نه يی د دولت اراکين او لوی مامورين د ځان مخالف کړل . بلکه د بودجې مهمه مسئله ده چه هغه لابيخی په اغاز کی پاته ده اوکال په تيريدو دی .

کوم مهم کار چه د اولسی جرګې په کوښښ عملا انجام شو ، هغه د مواشی د محصول معافيدل دی چه حکومت په داسی ډول دا کار عملی کړی چه له اولسی جرګې نه يی حکومت ته زيات نسبت وشو او څوک ونه پوهيدل چه دا کار يوازی اولسی جرګې کړی دی .

کوم يوه شی چه د دولسمی دورې د اولسی جرګې وقار او اعتبار له اوومې دورې نه ډير ښکته کړ هغه دا دی چه که هغه وخت به کومه ازاده جريده حکومت مصادره کوله ، نو ملی شورا به پکی هيڅ برخه نه لرله او تش همدومره اعتراض به پری وارديده ځه پارلمان د جرايدو ازادی نه شی ساتلی او حمايت يی نه کوی مګر په دی دوری کی چه ځينی جرايد له منځه لاړل ، نو حکومت ظاهرا د خير په غونډی ناست و او اجراييه قوی وظيفه اجرا کړه .

په اوومه دوره کی لکه چه ملی شورا د ديموکراسی او فکری ازادی مرسته کوله نوڅه موده يی په څنګه کی د محصلينو اتحاديه هم موجوده وه چه څوک يی له تاثيره انکار نه شی کولی ، مګر په دی دوره کی رسمی جرايد هم نسبتا په ازادانه توګه تشريدل او د غير رسمی جريدو مقابلې ته دومره چمتو نه وو . ځکه د هغه وخت د مطبوعاتو د مستقل رئيس په باب په يوه شعر کی ويل شوی و ( ... جونش جلوبګيرد ؟ )

په دی دوره کی په وکيلانو پسی د راز راز استفادو خبرې هم ډيرې کيږی او وايی چه په يو نيم وزارت کی ډير رټل کيږی هم چه په هغه دوره کی دغسی نه کيده .

په اخره کی انصافا وايم چه دا حکومت له هغه حکومت نه ، په سياسی فنونوکی ډير ماهر دی .

هوهيږی ځه سياسی فنون څه ته وايی او د سياست تعريف څنګه شوی دی ؟

برتراند راسل د انګلستان لوی فيلسوف وايی ک

حاکمه طبقه په سياسی فنونو ، يعنی د خلکو د احمق کولو په علم کی ډير مهارت لری او سياست و حاکمه هيئت په نزد د خلکو د احمقولو علم دی .