د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز د اګست په څوارلسمه نيټه د پاکستان د خپلواکی ورځی په هکله له خلکو څخه غوښتنه وکړه چه د خپل هېواد د سمسورتيا لپاره کوشش وکړی.
پرويز مشرف په خپله وينا کی دا خبره بيا تاييده کړه چه پاکستان به په دوامداره توګه د تروريستی او افراطی ډلو په ضد مبارزه وکړی. هغه د هند له حکومت څخه غوښتنه وکړه چه ژر تر ژره د پاکستان سره د کشمير په باب کشاله حل کړی.
شوکت عزيز له خلکو څخه غوښتنه وکړه چه له حکومت سره يو ځای د هېواد د سمسورتيا لپاره کوشش وکړی.