د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په افغانستان کی د امريکی د پوځ نطاقی سيندی موری د اګست په څوارلسمه نيټه دا خبر تاييد کړ چه د امريکی د سمندری قواوو ځمکنی عسکرو د اګست په ديارلسمه نيټه د افغانستان د ختيځی برخی د غړونو په سميه کی په هغو وسله والو عناصرو باندی سخته حمله وکړه کوم چه په دې سيمه کی پټيږی، اټکل کيږی چه دا جګړه به دوه اونی دوام ولری.
موری وويل چه د امريکی د پوځ نوموړی عمل د محلی اوسيدونکو د امنيت د تامين او د وسله والو عناصرو لخوا د افغانستان د پارلمان د راتلونکی انتخاباتو د ورانکارۍ د مخنيوی لپاره دی . د افغانستان د خاص پوځ قوماندان وويل چه د نوموړی عمل بل عمده هدف دا دی چه د طالبانو د محلی وسله والو ډلو شبک له منځه يوسی.
د چين د بين المللی راډيو د بل خبر له مخی، په افغانستان کی د امريکی پوځ د اګست په څوارلسمه نيټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره دا خبر تاييد کړ چه په همدې ورځ امريکايی پوځ او د افغانستان حکومتی پوځ په نوموړی عمل کی د طالبانو څلور شکمن مظنون عناصر ووژل.