د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د اګست په څوارلسمه نيټه دا تاييده کړه چه پاکستان به په دوامداره توګه ذروی وسلو او توغنديو ته انکشاف ورکړی تر څو د جنوبی اسيا د سيمې موازنه وساتی.
شوکت عزيز په همدې ورځ په اسلام اباد کی د پاکستان د خپلواکۍ د اته پنځوسمی کاليزی د نمانځی په مراسمو کی وويل چه د پاکستان د دفاع توان د سيمه ايزی سولې او موازنی لپاره مهم تامين دی او پاکستان به د دفاعی قوت د پياوړتيا لپاره ټول منابع راټول کړی.
هغه په عين وخت کی وويل چه اوس د پاکستان او هند تر منځ د هراړخيز ديالوګ تمايل ښه دی. چين د پاکستان ستراتيژيکی همکار دی او پاکستان د امريکی او روسيی سره د خپلو روابطو د نژديوالی لپاره هم کوشش کوی او له نورو مسلمانو هېوادونو سره خپلو مناسباتو ته په درنه سترګه ګوری.