<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-15 15:51:32    
د چين د قيمتی ټاپو - تايوان په اړه د معلوماتی مسابقی په باب څو مخکنی خبری

cri

ګرانو اوريدونکو ، تايوان د چين يوه ټاپو ده ، خو د تيری پيړۍ په څلورمه لسيزه کی د چين د کورنی جګړی د علتونو له امله د څه د پاسه ٥٠ کلونو راهيسی د چين تايوان او لويه وچه تل تر يوی اندازی پوری يو له بل سره دښمنی کوی چه دا ده د تايوان تش په نامه موضوع . ښايی چه ځينی خلک دا پوښتنه وکړی چه تايوان يوه څرنګه ټاپو ده ؟ ولی تايوان د چين د خاوری يوه برخه ده ؟ د تايوان د موضوع د حل وفصل په هکله د چين د حکومت اساسی پاليسی څه ده ؟ د چين حکومت له لويی وچی سره د تايوان د يوځايښت او د هيواد د وحدت د بهير د پرمخبيولو لپاره څه کوښښونه کړی دی ؟ اوس د ابنا د دواړو غاړو ترمنځ کوم کوم اقتصادی او تجارتی تګ راتګ شته ؟ د فرهنګ او عنعناتو په برخه کی دتايوان د اوسيدونکو او د لويی وچی د اوسيدونکو ترمنځ څرنګه روابط موجود دی ؟ په دی غرض چه زمونږ د خپرونی اوريدونکی او د انترنيت لوستونکی دوستان د پورتنيو پوښتنو په باره کی سم ځوابونه او څه معلومات ترلاسه کړی ، د سی ار ای راډيو به د اګيسټ له ١٥ نيټې څخه د راډيويی څپو او انترنيت له لاری څو اړوند مضامين خپاره کړی او په دی اساس به د چين د قيمتی ټاپو – تايوان په اړه معلوماتی مسابقه رامنځته کړی .

د تيرو معلوماتی مسابقو په شان به مونږ د هر مضمون په پای کی دوې پوښتنی وړاندی کړو . د راډيو د مقاماتو خاصه قضاوت کوونکی کميټه به د

دوستانو له ځوابيه ليکونو څخه په جلا جلا توګه لومړنی ، دوهم او دريم درجه

جايزی او خاصه غوره جايزه انتخابه کړی چه په دی جمله کی دخاصی غوره جايزی اخيستونکو ته به هغه نيک فرصت برابر شی کوم چه په راتلونکی کال کی به په وړيا توګه چين ته يو اونيز سفر وکړی .

هيله ده چه ټول دوستان په فعاله توګه په نوموړی معلوماتی مسابقه کی برخه واخلی او ښه موفقيتونه لاس ته راوړی . دا خبره ضروری ده چه د اوريدونکو دوستانوځوابيه ليکونه بايد د ٢٠٠٥ کال د نوامبر د ديرشمی نيټې ته وړاندی ( د محلی پوستی له مهر سره سم ) پوست خانی ته وسپارل شی او هغه ځوابيه ليکونه چه د انترنيت له لاری به راوليږل شی ، بايد د ٢٠٠٥ کال د نوامبر د ديرشمی نيټی تر ٢٤بجو پوری ولوستل شی . ډيره ډيره مننه !

درنو اوريدونکو، د چين د قيمتی ټاپو _ تايوان په باب د معلوماتی مسابقی په موده کی به ټول څلور اړوند مضامين خپاره شی . د دغو مقالو عنوانونه په دی ډول دی : ولی تايوان د چين په خاوری پوری اړه لری ؟ د تايوان د مسئلی د حل وفصل په هکله د چين د حکومت اساسی پاليسی او ترسره شوی هلی ځلی . د چين حکومت د تايوان د ابنأ د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی راکړو ورکړو د پرمخبيولو لپاره مثبت ګامونه اخيستی دی . د ابنأ د دواړو غاړو خلک ټول د ښامار ميراث خواران او نسلونه دی او د ښايسته راتلونکی پرانستل د ټولو ګډه ارزو ګڼله کيږی .

دوستانو ، نوموړی څلور مضامين به د سی ار ای راډيو د راډيويی څپو او انترنيت له لاری په جلا جلا توګه د اګيسټ په ٢٢ او ٢٩ نيټه او د سپټمبر په ٥ او ١٢ نيټه اوريدلی او لوستلی شی . که ضرور وی ، مونږ به د پورتنيو ټولو

څلورو مقالو د خپريدو نه وروسته يو ځل بيا هغه تکرار کړو . خو ښه به دا وی

چه تاسو په نوموړو ټاکل شويو څلورو وختونوکی نوموړی مضامين په جدی او دقيق ډول واورئ ، تر څو تری ګټه واخلئ او ورځنی سم ځوابونه راپيدا کړئ . البته ، اوريدونکو دوستانو ته د اسانتياوو د برابرولو لپاره به مونږ يوه تياره شوی پاڼه چه پکی اته سوالونه شامل دي ، هر تن اوريدونکی ته هم وروليږو تر څو دوی په نوموړو پاڼوکی سم ځوابونه انتخاب کړی او و يی ليکی .

ګرانو اوريدونکو ، د دی پروګرام په پاتی برخه کی به د تايوان په اړه يوه خوږه او په زړه پوری سندره تاسو ته وړاندی کړو . هيله ده چه ستاسو خوښه شی .