<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-15 17:17:04    
په چين کی د سينګار د شيانو د توليدولو په برخه کی نړيواله لومړی لويه تصدی ----لوريال

cri

د لوريال ډله چی تقريبأ سل کاله مخکی جوړه شوی ده په نړۍ کی د سينګار د شيانو د توليدولو په برخه کی لومړی لويه تصدۍ ده .اته کاله مخکی نوموړی ډله په رسمی توګه چين ته داخله شوه .که څه هم په چين کی د دی ډلی د ننوتلو وخت اوږد نه دی ،مګر زيات موفقيتونه يی تر لاسه کړی دی .اوس په چين کی د لوريال فرعی تصدۍ د سينګار د شيانو په برخه کی دريمه لويه توليدی تصدۍ ګرځيدلی ده او په چين کی د نوموړی تصدۍ د توليداتو د پلورلو د کلنی ارزښت زياتوالی په مسلسلو دريو کلونو کی په نړيوال بازار کی د نوموړی ډلی د نورو فرعی تصديو نه مخکی دی .په نننی پروګرام کی به تاسو ته په چين کی د لوريال د انکشافی حالت په باب معلومات وړاندی کړو .

په ١٩٩٦ کال کی لوريال په چين کی د هغی فابريکی د جوړولو دپاره چی مساحت يی تقريبأ سل زره مربع متره دی ،٥٠ مليونه امريکايی ډالره پيسی اچولی دی .د دی کال نه وروسته ،لوريال په چين کی د خپلی فرعی کمپنی مقر په شانګهای کی جوړ کړ او په چين کی سلو مليونو ښاری ښځو ته يی خپلی سترګی نيولی او د دوی د مصرفولو د لياقت سره سم يی نوموړو ښځو ته د سينګار د شيانو بيلا بيل توليدات برابر کړی او په چينی مغازو کی يی مخصوص ويترينونه جوړ کړی دی .

لوريال د نوموړو بازاری ترتيباتو او د پلورلو د لارو چارو له امله په چينی بازار کی برياليتوب تر لاسه کړی دی . په چين کی د لوريال عمومی مدير پالو له نوموړی برياليتوب څخه خوښی څرګنده کړه (اواز.........................)زما په نظر زمونږ د مارک توليدات په چين کی زيات مشتريان لری او أينده به مو هم ښه وی .زمونږ ټول توليدات د چينی مصرف وونکو له خوا منل شوی دی .

د پاول د څرګندونو له مخی د څو کلونو د انکشاف نه وروسته د لوريال د سينګار د شيانو د پلورلو ساحی له ځينو چينی ښارونو نه اوسنيو ٥ سوو ښارونو ته پراخی شوی دی .په چينی بازار کی د لانکم او ميبيلين په نامه د أرايش وسائل او شيان په ثابته توګه د نورو داسی توليداتو څخه مخکی دی .

د ٢٠٠٢ کال نه پيل هر کال په چين کی د نوموړی ډلی توليداتو د پلورلو ارزښت په سلو کی ٥٠ په سرعت سره زيات شوی دی او په ٢٠٠٣ کال کی يی ارزښت تقريبأ ٣ ملياردو ژن مين يی يونو ته رسيدلی چی دا رقم د تير کال د همدی مودی په نسبت په سلو کی ٩٩ زيات شوی دی .عمومی مدير پاولو زياته کړه (اواز........................)د نوموړو توليداتو د پلورلو دارزښت د زياتوالی له لحاظه چين د لوريال د انکشاف دپاره ډير ښه بازار دی .تير کال يی د توليداتو د پلورلو عايدات تقريبأ ٣ ملياردو ژن مين بی يونو ته ورسيد چی دا ارزښت په ټوله نړۍ کی د ١٤ ملياردو ٥ سوو اروپايی يورو په ارزښت د لوريال د توليداتو د پلورلو د عايداتو په مقايسه زيات نه دی مګر د خدمتونو له لحاظه په چين کی د لوريال فرعی کمپنی مهمه ده او مونږ هيله لرو چی په ټوله نړۍ کی د نوموړی شرکت د توليداتو د پلورولو د ارزښت د زياتوالی دپاره لازيات خدمتونه وکړو.

په چين کی د لوريال فرعی کمپنی د انکشاف په بهير کی د تل دپاره د سيمه ايزو کارکوونکو د استخدام د زياتوالی دپاره کوشش کوی .اوس نوموړی ډلی په چين کی دری فابريکی جوړی کړی دی او له دغو فابريکو نه د سينګار توليدی شيان نه يوازی چينی بازار ته برابريږی بلکه جاپان ،دکوريا جمهوريت او جنوب ختيځی اسيا ته هم صادريږی .له دی نه علاوه په چينی کمپنی کی د ٣ زرو کارکوونکو يوازی څه د پاسه لس تنه خارجی کارکوونکی شته او نور يی چينايی کاروکوونکی دی او ځينی عالی اداره کاروکونکی هم چينايان دی .د احصائيی له مخی اوس په چينی بازار کی دسينګار د شيانو ارزښت له ٥ ملياردو امريکايی ډالرو نه اوښتی دی او هر کال په سلو کی ٢٠ په سرعت سره زياتيږی .نو سختی سيالی په منځ کی د خپل برياليتوب د تر لاسه کولو دپاره لوريال د ٦ مليونو اروپايی يورو د پانګی په اچولو سره په شانګهای کی د نويو توليداتو د څيړنی نړيوال مرکز جوړ کړی دی .د نوموړی مرکز عمومی مسئول ښاغلی سن ليی ځی وويل چی چين د فرانسی ،امريکی او جاپان نه وروسته د لوريال د څيړنی د مرکز د جوړيدو څلورم هيواد دی .هغه وويل (اواز..............)د لوريال ډله په نړۍ کی يو لړ څيړونکی مرکزونه جوړ کړی دی .له نوموړی ځينی مرکز نه علاوه مونږ په نيويارک ،پاريس او توکيو کی ١٤ همداشان مرکزونه جوړ کړی .په چين کی مرکز زمونږ لومړنی مرکز دی .مونږ هيله لرو چی د عمومی څيړنی په اساس چينی ميرمنو او پيغلو دپاره د خوښی وړ سينګار شيان توليد کړو.

د معلوماتو له مخی له دی نه علاوه چی په چين کی د څيړنی او ديزان مرکز جوړ شوی دی لوريال به سږ کال د سيا ا أرام سمندر د سيمی اداری او روزنی خپل مرکز له سينګار څخه نقل کړی چين ته او په عين وخت کی به په چين کی د ګردی نړۍ د ښځو دپاره د شرکت د توليداتو د څيړلو او مروجولو څانګه جوړه کړی .

ګرانو دوستانو .زمونږ نننی پروګرام پای ته ورسيد خوشحاله اوسی .